په افغانستان کښې د زمکې د ښوېدو له ځپل شويو سره سره د مرستې ضرورت
په افغانستان کښې د زمکې د ښوېدو له امله په بدخشان کښې درې سوه کورنۍ تر خاورو او خټو لاندې ښخې شوې.
د بدخشان د والي شاه ولي ا... اديب په قول د بدخشان د زمکې د ښوېدو له کبله لږ تر لږه دوه نيم زره خلق په دغه پېښه کښې وژل شوي دي. د بدخشان والي وويل، د زمکې ښوېدنه په دوو مرحلو کښې او بې له څه ځنډه رامنځته شوې ده چې له بده مرغه هغه کسان چې د قربانيانو مرستې ته راغلي وو هم ووژلې شول او يا ژوبل شول.
هغۀ زياته کړه د چاپېره کليو اوو سوو نه زياتې نورې کورنۍ هم له ګواښ سره مخامخې وې چې د امنيتي او امدادي ځواکونو په مرستې سره له سيمې نه ووېستلې شوې.
د بدخشان د والي په قول کلي زياته برخه د خاورو او خټو ترمېنځ ګېره ده او په سيمه کښې د مړيو او سامانونو د وېستلو امکان نشته او د امدادګرو لخوا ډېر لږ مړي له خاورو او خټو رابهر کړې شوي دي.
د افغانستان د بدخشان د پولېسو قوماندان هم وويل يوه اندازه خوارکي مواد او درمل د ځپل شويو خلقو لپاره لېږل شوي خود مرستو اندازه ډېر لږه ده.
بدخشان ولايت د افغانستان يوه ترټولو زياتې پېښې لرونکې سيمه ده چې د سېلاب، زلزلې، واورې، او د وارې د تړو د غوزېدو او زمکې د ښوېدو په شان طبيعي پېښې تل د دغې سيمې د خلقو د سر او مال تاوانونو سبب کيږي.
د ارګوي ولسوالۍ آب باريک نومې کلے په يوې داسې دره کښې چې د خاورو او خټو له غونډيو نه جوړه شوې ده شتون لري. د باران ورېدنه د دغو غونډيو د ښوېدو سبب شوې ده. څو ورځې مخکې هم په سرپل، فارياب او جوزجان ولايتونو کښې د باران او سېلاب په وجه په سلګونو کورنۍ بې کوره او تقريباً يو سل شپېتۀ تنه ووژل شو.
د اورګوي ولسوالۍ د زمکې د ښوېدو د رامنځته کېدو ځاے له تاجېکستان سره د افغانستان په پوله کښې يوه فقير مېشته او غريزه سيمه ده، له دې امله په افغانستان کښې د ملګرو ملتو دفتر وويل ، کېدې شي د زمکې ښوېدنه د دغه ولايت د ګڼ شمېر خلقود کډوالۍ سبب شي او د هغو خلقو چې تر خاورو او خټو لاندې ګېر شوي دي د نجات لپاره د ټولو ځواکونو کوششونه جاري دي.
په بدخشان سيمه کښې د پوليسو قوماندان جنرال عبدلقدير صياد په دغه سيمه کښې د زلزلې له رامنځته کېدو څخه هم خبر ورکړ. د هغۀ په قول لږ تر لږه له څلورو سوو نه تر پنځو سوو پورې کسان د سختې زلزلې له کبله ترخټو خاورو لاندې پاتې دي.
د بداخشان ولايت د والي وياند هم وويل، له دوو زرو نه زيات کسان هم هغه شان د خاورو او خټو ترمېنځ محاصره شوي دي. هغۀ زياته کړه، له زرو نه زياتې کورنۍ په دغه کلي کښې ژوند تېروي. په مجموعي توګه دوه زره يو سل ښځې سړي او ماشومان دخاورو او خټو تر مېنځ محاصره دي
د بدخشان ولايت د والي وياند نويد فروتن په قول تر اوسه د دغه هېواد په شمال ختيځ کښې د زمکې ښوېدنې په پېښه کښې له بې درکه کسانو څخه يو نيم سل مړي موندل شوي دي خو تر اوسه دوه زره يو سل تنو له حالت څخه څه خبر نشته چې په زيات احتمال مړۀ شوي دي.
په بدخشان کښې د يو کلي په زمکه ښخېدو په سيمه او نړۍ کښې يو لړ غبرګونونه په ځان پسې لرلي دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت وياند د افغانستان حکومت، خلقو او د دغه هېواد ګاونډيانو او د دغې دردوونکې پېښې د مړيو خپلو خپلوانو ته د ايران لخوا د خوا خوږۍ او تسليت او د افغانستان له خلقو سره د مرستې لپاره د چمتووالي څرګنده کړې ده.
Add new comment