سوریه او دستمبر له یولسمې پيښو دامریکا درس نه اخستل

په داسې حال کې چې دسورئې ترهه ګرو ته دامریکایانو دوسلو ډالۍ کول  هماغه راز دوام لري ،  دامریکا دپولیسو مشردیوبلې ستمبر دیولسمې  درامینځةکیدا لپاره په یوې زمینې  د سورئې دبحران دبدلیدو په باب خبر داری ورکړ.
دامریکا دفیډرل پولیسو (ایف بي آئي )مشر جیمز کامي له القاعدې چینل سره له اړونده ترهه ګرو ډلو سره دیوځاي کیدو لپاره سورئې ته دامریکائي ښآریزو دسفر زیاتیدو ته په اشارې سره وویل ،ټول هغه کسان  چې د۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو خاطرې یادوي ، هغه ارتباط چې  له هغه پړاو او د ۲۰۰۱کال دستمبر له یولسمې ترمینځ   وخت کې موجود ؤ  په روښانه توګه لیدل کیږي . دایف بی آئي پولیسو مشر  زیاته کړې  سوريه  په هماغه   شکل لیدل کیږي  او حتی په دغه هیواد کې حالات له څو اړخونو لازیات بدتر  هم دي ،ځکه  هلته ډيرزیات خلک ورخي او  هغلته تل اوبیرته ترې ګرځيدل ډير آسان دي .
درې کاله مخکې  کله چې  په سورئې کې  دډزو لومړني غږونه آوریدل کیدل ، دامریکا حکومت  په سورئې کې دسیاسی نظام دنسکوریداته په هیله منیدا سره  په ټولو امکاناتو سره ډګر ته ودنګل  څو دصهونیسټ رژیم په مقابل کې دمقاومت په جبهې کې  یو اغیزشیندونکی حکومت  له مینځه یوسي،امریکایانو داخیال کاوه په سورئې کې بلوه ګراوترهه ګر به دتش په نامه دعربانو دپسرلي  له نسله وي ،دسورئې مخالفو وسله والو ته ئې  دخپلو سیاسی او مالی ملاتړونومخه کړه . له دې غافل چې  ددغو ملاتړونو  اصلي برخمنونکي  نه لیبرال او نه لودیځ پال دي بلکې په مینځني ختیځ کې به  خورا تاؤتریخجن  او افراطي بهیرونه وي . البته  له هماغه پیله   دهغو هیوادونو او ډلو له خوا چې په سورئې کې ئې جنګ  د نړیوالې ترهه ګرۍ په ګټه باله ، بیان شوی ،خو  دبشار اسد دحکومت نسکوریدا ته دامریکایانو لازیاته ګروهنه  دومره زیاته وه چې  په سورئې کې ئې دتکفیریانو اوالقاعدې ډلې ځواک دصفونو جوړیدا ته ونه کتل   او یا ئې نه غوښتل ورته وګوري .
  په هرحال ، اوس چې  دسورئې پراخې برخې دتکفیری  ډلو  دنفرت اوغوسې په اوور سره په کنډوالو بدلې شوي دي  په ټولنیزو چینلونو کې ددغو ډلو دوحشي دوله کسانو  په وسیله دبندیانو دزړونو خوړلو صحنې  نندارې ته وړاندې شوي دي ، امریکا اواروپا  خطره احساس کړې ده ، البته دلودیځوالو  سیاسی او امنیتي چارواکو له خوا  مطرح شوي خبرداري  هم یوازې  خپلو هیوادونو ته دافراطیانو دبیرته ستنیدا  او د نوروستمبرو میاشتو دیولسمې پيښو  رامنیځةکیدا ته په یقین دنزدې  احتمال ته  متوجه کیدل دي . . دستمبر دیولسمې پيښې  هم دهغې لارې په پاي کې رامینځة شوې  چې پيل ئې   دشوروي اتحاد دسره پوځ په وسیله دافغانستان  له نیواک سره دمبارزې په پلمه په دغه هیواد کې له افراطي او سرزورو بهیرونو څخه ملاتړ او دهغوي په وسلو سنبالولو  او له دې وروسته  له دغه هیواد ه دروسي عسکرو له وتلو وروسته   په افغانستان کې دامنیت ټينګیدا وه .  په هغه وخت کې امریکایانو  خیال کاوه ، چې تاؤتریخوالی او ترهه ګري به یوازې  په هند براعظمګي او مینځني ختیځ کې  رامینځةکیږي  اودافراط پالو بهیرونو څخه ملاتړونو نتیجې به دلودیځوالو هیوادونو تر ګریوانه ونه رسیږي .  حتی  په افریقا کې دامریکا په سفارتونو کې چاودنې  یا  په عدن خلیج کې  دامریکا پر جنګي بیړۍ حمله هم  دامریکا اواروپا  له خاورې په زرګونو کلومیټره لیرو پراته سیمو کې وشوې .
په عین حال کې  له افراطیانو ملاتړ  هغه وخت   دلودیځي حکومتونو لپاره  له خپلې حقیقي څیرې  پرده پورته کړه چې  په نیویارک اوواشنګټن ، لندن او ماډریډ کې تباه کونکو  چاودنو دزرګونو امریکائي او اروپائي ښآریزو ژوندواخست . اوس چې په سورئې کې له درستې نړۍ غونډ شوي  افراطیان او ترهه ګر  دلودیځوالو هیوادونو په پیسو او وسلو سره لاځيږ او ازمویل شوي دي ، نو دغه ډول پيښو تکراریدا به وار دواره وزغمي . اټکلونه ددې ښودنه کوي چې دآسیائي او مینځنی ختیځ  له ترهه ګرو سره  مټ په مټ څوزره امریکائي او اروپائي ښآریز  هم  په سورئې کې  له پوځي ځواکا و ملت سره  په جنګ بوخت دي.
په هرحال  دغه جنګ  به یوه وخت  ختم شي  او لودیځوال ترهه ګر به خپلو کورونو اوخپلو هیوادونوته بیرته لاړشي . پر دې اساس  تمه درلودلی شي چې  په هغه وخت کې به یوځل بیا په امریکائي اواورپائي ښارونو کې  د۲۰۰۱کال دستمبر دیولسمې نیټې په څير  پيښې راژوندۍ کړي . که  دغه ډول احتمال  رامینځةشي ، نو ډاډمن کیدلی شو چې  امریکایانو دستمبر له پيښو  او دتیرې پيړۍ په وروستیو لسیزو کې دالقاعدې او طالبانوپّ څير له ډلو له خپلو ملاتړونو درس نه دی اخستی

Add new comment