برتانېې د افغانستان جګړه یوه ناکامه جګړه وبلله

د هغې څيړنې پایلې چې په برتانیه کې تر سره شوه ښيي چې برتانېې د سړې جګړې له وخت وروسته د عراق او افغانستان په جګړو کې ۳۴ ملیارده پونډه  لګولي دي .
راپور وايي ۳۰ میلیارده پونډه به هم د جګړې له امله په ټپي شویو عسکرو ولګیږي .
راپور وايي د برتانېې او لودیځ دې جګړې نه یواځې کومه ګټه نه ده کړې بلکې د القاعدې او طالبانو جنګیالیو ته ېې د جګړې نوره روحیه او انګیزه هم ورکړې .
راپور وايي حتی د دې جګړې له امله په لودیځ کې هم په مسلمانانو کې افراط پالنه ډيره شوې ده .
امریکا او لودیځ په عراق او افغانستان په تشو پلمو یرغل وکړ چې د دواړو هیوادونو او خپلو لسګونو زره عسکرو او خلکو له وینې تویونې وروسته هم هیڅ کومې خپلې موخې ته په کې ونه رسیدل

Add new comment