د صهیونیسټي رژیم پوځیانو په مسجدالاقصی باندې یرغل کړی

د پریس ټي وي د رپورټ له مخې د اسرائیلو پوځي ځواکونو نن  په مسجدالاقصی کښې په لمونځ کونکو باندې حمله وکړه او هغوي یې ووهل.
په څو وروستیو ورځو او اونیو کښښې په اقصی جومات باندې د صهیونیسټو پوځیانو او ښارګوټي میشتو حملې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کښې د الاقصی نومې اوقافو او میراث موسسې نن د مسلمانو لمونځ کونکو پرمخ د مسجدالاقصی د تړلو لپاره د صهیونیسټ رژیم د مشرانو د هلوځلو خبر ورکړ.
صهیونیسټ پوځ همداشان نن د نابلس، الخلیل، بیت لحم او جنین په شمول د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو باندې په حملې سره لږترلږه شل فلسطینیان ونیول.

Add new comment