عربستان په سیمه کښې دایران په اغیزشیندونکي رول اندیښمن دی
دسعودي عربستان دحکومت مخالف وویل ال سعود رژیم په سیمه کښې د تکفیریانو له پراختیا سره په مقابلې کښې د ایران په اغیزشیندونکي رول اندیښمن دی .
تسنیم خبري اژانس وايي د ټویټر اینټرنیټ پاڼې یوه استعمالونکي چې دسعودي عربستان په باره کښې دخبرونو دخبرې سرچینې په توګه مشهور دی او د مجتهد په مستعار نوم سره فعالیت کوي دسعودي عربستان لخوا د تفکیري ډلو ملاتړ او هدایت ته په اشارې سره وویل ال سعود رژیم دایران په سیمه ایز رول او په عراق او سوریې کښې د تکفیري تفکر په مخنیوي کښې د ایران په وس داندیښنې په دلیل خپل دریځونه بدل کړي دي او له ایران سره یې تفاهم ته مخه کړي ده .
دسیمې سیاسي شناندو او کارپیژاندو هم دسیمې دبدلونونو په نتیجه کښې دسعودي عربستان دسیاستونو بدلیدا ته په اشارې سره وویل ال سعود رژيم چې له ترهګرۍ په ملاتړ کولو سره يې خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره ګټه پورته کوله نن سبا په خپلو رودو کښې بیا کتنې ته مجبوره شوی دی
Add new comment