دسعودي عربستان او ایران اړیکې د اسلامي دنیا په ګټه دي
دایران د اسلامي شورا د خارجي سیاست او ملي امنیت دکمیسیون غړي دسعودي عربستان او ایران اړیکې د اسلامي دنیا په ګټه وبللې .
دایران د اسلامي شورا د څیړنو دمرکز مشر کاظم جلالي له ایرنا خبري اژانس سره په مر که کښې په دې خبرې سره چې ایران او سعودي عربستان دسیمې دوه مهم او اغیزشیندونکي هیوادونه دي ټینګار وکړ هرڅومره دچې دایران او عربستان اړیکې نږدې شي د اسلامي دنیا په ګټه دي .
جلالي دایران او سعودي عربستان د اړیکو په باره کښې وویل ځينې پیښې رامینځته شوي ډي چې ذمه وار يې سعودي عربستان دی او له قاعدې سره سم سعودي عربستان باید له ایران سره داړیکو د پراخولولپاره لومړی ګام پورته کړي .
دایران داسلامي شورا دڅیړنو مرکز مشر ټینګار وکړ دا چې دایران په حکومت کښې داډول تدبیر وي چې یوډول له سعودي عربستان سره داړیکو دپراخولو په لور ګام پورته کړي یو مثبت اقدام دی په دې دلیل چې ایران او سعودي عربستان دواړه په اسلامي دنیا کښې ځانګړی مقام لري .
Add new comment