امریکا او ترکیه په سوریه کښې ترهګر لمسوي

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د دوو جلاجلا لیکونو په لیږلو سره، امریکا او ترکیه، سوریې ته د تګ لپاره د ترهګرو لمسونکي وبلل.
د سوریا نیوز خبري آژانس د رپورټ له مخې د سوريې خارجه وزارت د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي بان کي مون او د امنیت شورا مشر ته د دوو بیلابیلو لیکونو په لیږلو سره د امریکې، فرانسې، ترکیې او عربستان په شمول د سوریې په خلاف د دسیسه کونکو هیوادونو غلیمانه تحرکاتو ته په اشارې سره اعلان وکړ: دغه هیوادونه په سوریه کښې د کیمیاوي وسلو د استعمال په لړ کښې د ترهګرو ډلو د جنایتونو ملاتړي دي.
یاده دې وي چې تیره شپه یوځل بیا د جبهة النصره په نامه ترهګرې ډلې د ریف حماه په کفر زیتا سیمه کښې د مایع زهرجن ګیس په کارولو سره دوه تنه وژلي او څو نور کسان خپه شول.

Add new comment