په اسلامی ټولنه کی،دښځو دمقام او موقعیت په هکله، داسلامی انقلاب دمعظم لارښود، لیدتوګه
داسلامی انقلاب معظم لارښود، دحضرت فاطمه س، دنیکمرغه ولادت، اوپه ایران کی دښځی دورځی، په درشل کی، په اسلامی ټولنه،اولویدیځه ټولنه کی، دښځی دموقعیت او مقام په هکله، یولړمهمی ویناوی وکړې .
دایران په سل هاؤو،پوهو او رسیدلوښځو، په ایران کی دښځی دورځی په مناسبت،پرون داسلامی انقلاب دمعظم لارښود،حضرت آیت الله العظمی خامنه ای سره وکتل . دوی؛ دښځوپه چاروکی، دلویدیځوغلطو؛تکراری؛اوشاتی پاتی تفکراتو دمرجع ټاکلو، اوهغوته دمراجعه کولوڅخه،په بشپړه توګه ډډه کول؛ په اسلامی سوچه مطالبو او معارفوباندی تکیه کول؛ او په هغومسایلوباندی لاس پوری کول چی،په حقیقی معنا، دښځواصلی مسایل ګنل کیږی؛دښځواوکورنۍپه وړاندی،د صحیحی استراتژۍ دتنظیمولو په منظور،ضروری وبلل .
داسلامی انقلاب معظم لارښود،ټینګاروکړ : باید، دعالم دښځو دسرداری د ژوندانه چاروته؛ په نوی او دقیق نظر سره، د دوی برجسته خصلتونه اوخصوصیات؛لکه : تقوا؛ عفت؛ طهارت؛ مجاهدت؛ دخاوندخیال ساتلو؛ اولاد روزلو؛ سیاست پوهیدلو،او دیوانسان دژوندانه په مهموډګرونوکی، دحضور په شان چاری، دکلمی په حقیقی معنا سرمشق وټاکو .
دایران ښځو، په اوس حال کی؛دژوندانه په ټولوچاروکی، دحضرت فاطمه زهرا س،دژوندانه څخه؛په سرمشق اخیستوسره، بی ساری موقعیت ته لاس موندلئ دئ . دحضرت امام علی ع، میرمنی؛ حضرت فاطمه س، په هغو فداکاریو اوسرښندنوسره چی،له ځانه یی وښودل؛ په اسلامی ټولنه کی، دښځولپاره؛ یوه مناسبه بیلګه ده . دخپل ګران خاوند ترڅنګ؛ داسلام دګرانقدره پیغمبر ص ،د مکرمی لور،سرښندنی؛ په تاریخ کی بی ساری؛ او د دوی د رښتنی پیروانو لپاره؛ درس او سرمشق دی .
حضرت فاطمه س، د حضرت امام حسن ع، او حضرت امام حسین ع په شان، ستر او پرهیزګاره انسانان؛ پخپله لمنه کی وروزل .
په ایران کی، ښځی؛ په مختلفو سیاسی او روزنیزو ډګرونوکی، داسلام دګران پیغمبر ص،د لور؛ د ویاړمن ژوند په سرمشق ټاکلوسره، ارزښتمن مقام او موقعیت ته رسیدلی دی . په ایران کی ښځی، داسلامی انقلاب په مختلفو مرحلوکی،د حضرت فاطمه س څخه، په سرمشق اخیستوسره، د نارینه ؤو سره اوږه په اوږه؛ رول لوبوی .
کورنۍ،په ټولنه کی، دیو اغیزشیندونکی رکن په توګه، پیژندله کیږی؛ او ښځی دکورنۍ او ټولنی داساسی رکن په خاطر، په تربیوی او روزنیزو چاروکی، بی ساری رول لری . دایران د اسلامی انقلاب دتاریخ په مختلفو مراحلو، په تیره بیا، د مقدسی دفاع په اتوکالو؛ د سازندګۍ او رغونی په دوران؛ او پسله هغه په مختلفو مدیریتی مقامونوکی حضور؛ په اسلامی ټولنه کی، دښځو موقعیت ته، داسلامی او انسانی لیدتوګی څخه سرچینه اخلی .
په ایران کی، دځوانانو په روزلو، اوپسله هغه؛ دتپلی جګړې په جبهوکی، دښځو رول، دحضرت فاطمه س؛ له اتلولیو څخه، دایرانی ښځو د سرمشق اخیستو؛کامل او عینی مصداق دئ .
مګر، په لویدیځه ټولنه کی؛ دښځی موقعیت؛ ډیر توپیر لری . هماغه ډول چی،داسلامی انقلاب معظم لارښود،ټینګار وکړ ؛ لویدیځوال، د مختلفو دلایلوله کبله، دښځی په مسئلی باندی، بد پوهیدلی دی، خو؛خپل هماغه غلط او تباه کونکی درک او پوهه یی، په نړۍ کی مروجه کړې ده، او په ناری سوری؛او پوچو خبروسره، نورو او مخالفانوته ؛ دخبری کولو اجازه نه ورکوی .
لویدیځه ټولنه؛ښځی ته بشپړ مادی نظر لری؛ او حتی په لویدیځ کی، له ښځو څخه، دکالی په توګه؛ګټه وړله کیږی . لویدیځ هڅه کوی چی،دغه تفکر؛ په مختلفو ر ودو سره؛ د ارزښت په توګه، بسټیز اواساسی کړی . داسلامی انقلاب معظم لارښود؛ همدغی موضوع ته په اشاری سره، څرګنده کړه چی، د ښځی په باره کی، دلویدیځ د غلط تفکر د مرجع ګرځیدو په وړاندی په دریدو سره باید، خپل ذهن او فکر؛ د دغو زاړه، مګر ظاهراََ نویو؛ او خائینانه، مګر ظاهراَ زړه سواندو؛ تفکراتو څخه،پاک کړو .
Add new comment