دعراق پوځيانو په الانبار ولایت کښې یویشت ترهګر وژلي دي
دعراق پوځيانو په الانبار ولایت کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې دعملیاتو په دوام کښې په لسګونو ترهګر ووژل .
سومریه خبري سایټ راپور ورکړ دعراق پوځيانو پرون د الانبار ولایت دمرکز رمادي ښار په جنوب کښې په عملیاتو سره یویشت (۲۱)ترهګر ووژل او شپاړس (۱۶) نور یې ونیول .
دعراق په الانبار ولایت کښې دداعش ترهګرې ډلې له غړیو سره د پوځيانو نښتې په داسې حال کښې روانې دي چې ټاکل شوي ده په راتلونکو څو ورځو کښې په دغه هیواد کښې پارلماني انتخابات وشي .
په همدې ارتباط په بغداد کښې د الانبار و لایتي شورا په دغه ناامنه ولایت کښې د راتلونکو انتخاباتو دترسره کیدا لپاره د حکومت دچمتووالي خبر ورکړ او ویې ویل د اپریل په دیرشمه (۳۰) نیټه د انتخاباتو دترسره کولولپاره دامنیت دټینګولو لپاره ټولې ضروري سریزې برابرې شوي دي او همدا اوس په الانبار ولایت کښې درایو مرکزونه کولای شي دخلکو رايې ترلاسه کړي .
Add new comment