دامریکا فعال وویل ددغه هیواد چارواکو دبشریت پرضد جنایتونه کړي

دامریکایوه فعال دجاسوسۍ ادارې سي ايي ای  دافسرانو او سیناتورانو په شمول  دهیواد لوړرتبه مسولان دبشریت پرضد دجنایت په ترسره کولو تورن کړل .
دامریکا یوه پخواني پوځي ډارنل اسټیفن سامرز چې د ویټنام په جنګ کښې يې هم برخه اخیسته وه له پریس ټي وي  چینل سره په مرکه کښې دشکنجې د رودو په باره کښې سي ایي ای او د مشرانو جرګې اختلاف یو ډول  خلکو ته منظمه شوي دوکه  ورکول وبلله .
دامریکا دمشرانو جرګې  داستخباراتو  کمیټۍ په یوه پټ راپور کښې ویلي دي سي ايي ای دخپلو مامورانو لخوا دشکنجې دکارول شویو رودو په  باره کښې حکومت ګمراه کړی دی .
دامریکا دغه فعال ددغه هیواد سیناتوران هم د سي ایی دمامورانو په اندازه ګرم بللي او دبشریت پرضد دجرم په ترسره کولو یې تورن کړل .
هغه داوکراین  وروستي بدلونونه دامریکا دنیغ په نیغه لاسوهنو نتیجه وبلل .

Add new comment