سعودي عربستان ، قطر او ترکیه په عراق کښې فتنه رامینځته کوي

دعراق په پارلمان کښې د قانون د حکومت د فراکسیون مشر سعودي عربستان، قطر او ترکیه په هیواد کښې په فتنې اچولو تورن کړل .
دلبنان المیادین ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د عراق په پارلمان کښې د قانون دحکومت د فراکسیون مشر شیخ خالد العطیه وویل ترکیه ، قطر او سعودي عربستان په عراق کښې دفتنې د رامینځته کولو کوشش کوي او د عراق دبدلونونو په باره کښې د سعودي عربستان دریځونه د قومي اختلافاتو په رامینځته کولو ولاړ دي .
دعراق دغه سیاسي شخصیت دعراق د کردستان سیمې دتیلو په اخیستلو کښې دترکیې اقدام ته په اشارې سره وویل دعراق دتیلو شتمنۍ ددغه هیواد دخلکو ده او په بغداد کښې مرکزي حکومت دتیلو دخرڅولو مسوول دی .
دعراق په پارلمان کښې د قانون دحکومت دفراکسیون مشر دغه راز د اپریل په دیرشمه (۳۰)نیټه دپارلمان انتخاباتو ته په اشارې سره هیله وکړه دغه انتخابات په هیواد کښې دحقیقي بدلون سبب شي او دغه مسله دهیواد ګوندونو په اکثریت سره حکومت ته له رسیزدا سره تړلي ده .

Add new comment