دایران دملت پرضد دامریکا دښمني یوځل بیا ښکاره شوي ده

دتهران دجمعې لمانځه موقته امام وویل په ملګروملتونو کښې دایران نوي استازي ته د ویزې نه ورکول کیدا دایران دملت پرضد دامریکا دښمني یو ځل بیا ښکاره کړه .
ایرنا خبري اژانس وايي دتهران دجمعې لمانځه موقته امام ایت الله محمد علي موحدي کرماني بیګا دفارس ولایت په مرکز شیراز کښې په ملګروملتونو کښې دایران نوي استازي حمید ابوطالبي ته د امریکا دحکومت لخوا د  ویزې نه  ورکول کیدا ته په اشارې سره  دغه اقدام داسلامي هیوادونو له خلکو سره دامریکا ددښمنۍ د دوام نښه وبلله .
ایت الله موحدي کرماني دې خبرې ته په اشارې سره چې ملګري ملتونه د امریکا خصوصي جایداد نه دی بلکې له ټولو غړیو هیوادونو سره اړه لري د ایران استازي ته دویزې په نه ورکولو کښې د امریکا کړچار ناوړه وباله .
هغه ډاګینه کړه دامریکا دغه اقدام په عین حال کښې دایران دخلکو او دنورو مسلمانو ملتونو په ګټه دی چې ددنیا خلکو ته له ازادي غواړو سره په دښمنۍ کښې دامریکا دچارواکو څيره لا پسې ښکاره شي .
امریکا تل نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي او هیڅ اصول او قانون نه پیژندي او یوازې د زور او ګواښ ژبه کاروي .

Add new comment