نړۍ او پنځون ته مادي او غیر الهي نظر،د میرمنو په اړه د لویدیځ تفکراتو د ژورو کږلاریو سرچینه ده
د رهبرۍ ستر مقام له پوهو،لوړو زده کړو لرونکو،ښه فکر لرونکو، او ممتازو میرمنو د اسلامي ایران برخوریدا،یوه الهي لورینه او د ایران د اسلامي جمهوریت یو ستر ویاړ وباله .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای ، نن له سلګونو پوهو او متخصصو میرمنو سره په کتنه کښې،د حضرت فاطمه الزهرا (س) د برکتناکې زوکړې مبارکې ووویله او ټینګار يې وکړ،د ښځو په چارو کښې د لویدیځ د متحجرو،کلیشه ای او غلطو تفکراتو ته د مرجعیت له ورکولو ډډې کول او د اسلامي په سپيڅلو معارفو او متنونو تکیه،د میرمنو له سترو ظرفیتونو د سمې او روغي رمټې استفادې لپاره یوه الزامي او مهمه چاره ده .
د رهبرۍ ستر مقام ،د میرمنو مسئلې ته د اسلام په انساني نظر په ټینګار سره وفرمایل،د معنوي مقاماتو په شمول زیاترو مسئلو کښې د میرمنې او نارینه تر مینځ کوم توپیر نشته ،خو چوکاټونه يې سره توپیر لري او دغه حقیقت د ګډو ډګرونو تر څنګ په منطقي ډول بیلا بیل ډګرونه هم له ځان سره لري .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د میرمنو د حقیقي وضعیت په اړه په لویدیځ کښې په ځینو چاپ شویو مقالو او کتابونو استناد وکړ او ويي ویل،که مونږ وغواړو چې میرمنو ته مو نظر سالم،منطقي ،دقیق او لاره پرانیستونکی وي،نو باید د جنسي برابرې او کار په څیر مسئلو کښې له لویدیځو افکارو بشپړ واټن واخلو.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه،باید د میرمنو د بیلا بیلو اړخونو په باب د لویدیځوالو په لیدتوګوخبر ش،خو باید د دغه افکارو د سرچینو په وړاندې په مقاومت سره،ذهنونه له دغو زړونو خو نویو ښکاریدونکو،خائنانه خو ظاهره زړه سواندو تفکراتو څخه خالي کړو ،ځکه چې دغه فکرونه په مطلق ډول د بشري ټولنو نیکمرغي او هدایت په ځان پسې نه شي درلودلاي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود،نړۍ او پنځون ته مادي او غیر الهي نظر،د میرمنو په اړه د لویدیځ تفکراتو د ژورو کږلاریو سرچینه وبلله او ويي فرمایل،میرمنو ته سپکوونکی نظر او کار په شمول اقتصادي مسئلو کښې د میرمنو ظرفیت ته کاري کتنه،نور مسائل دي،چې د میرمنو په هکله یې د لویدیځ تفکرات بشپړ ظالمانه او متحجرانه ګرځولي دي .
هغوۍ د ښځې او نر جنسیتي برابری،د لویدیځ پوره غلطه خبره وبلله او ټینګار يې وکړ،برابری تل د عدالت په معنی نه دی ،عدالت تل حق دی ،خو برابری کله حق او کله خو باطل دی .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د زیاترو نړیوالو کنوانسیونونو په فکري بنسټونو نیوکې وکړي او ويي فرمایل،په دغو غلطو بنسټونو د لویدیځوالو ټینګارونه،بشري ټولنه ورانوي،په همدې دلیل سمې او متوازن نظر ته د رسیدو لپاره ،باید له دغو اصولو ډډه وشي .
Add new comment