ملا آغا جان معتصم د امریکا او پاکستان په حکم نظر بند شوی دی

راپورله مخې بلآخره د متحده عربي اماراتو چارواکو تائید کړه چې د افغانستان د طالبانو یو مهم مشر ملا آغا جان معتصم ېې په دوبی کې په خپل کور کې نظر بند کړی دی .
د تهران رادیو سیاسي مبصر لیکي د اماراتو چارواکو د دې اقدام لامل نه دی څرګند کړی خو له دې امله چې دا څو کاله کیږي ملا آغا جان معتصم د طالبانو له لیکې بیل ښکاري او غوښتل ېې د طالبانو د سیاستونو پر خلاف په افغانستان کې په جدا ډول د سولې لپاره فعالیت وکړي نو له همدې امله په عجیب او غریب برخلیک اخته شوی دی .
ملا اغا جان معتصم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا محمدعمر د دفتر مشر او ځانګړی سلا کار ؤ او بیا د ماليې د وزیر په توګه هم په دنده بوخت ؤ چې د طالبانو له ډيرو فعالو کسانو ګڼل کیده .
د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته هم نوموړي د طالبانو د سیاسي کمیټې د مشر او د مرکزي شورا د غړي په توګه د دې سازمان په ژوندي ساتلو او دوام کې مهم رول درلود او په همدې مهال ېې له ولس مشر حامد کرزي سره هم اړیکې ټينګې کړې او د هغه په بلنه ېې کندهار ولایت ته سفر وکړ او د افغانستان له دولت او د سولې له عالي شورا سره ېې څو ځله ملاقاتونه هم وکړل خو دا چاره د دې لامل شوه چې په ۲۰۱۰ م کال کې لومړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په ژوب کې تر برید لاندې راشي خو نوموړی ژوندی ووت ولې  ډير وخت نه ؤ وتلی چې دوهم ځل په کراچی کې تر برید لاندې راغی خو دا ځل سخت ټپي شو چې کابل ته انتقال شو او د درملنې لپاره د ترکېې پلازمینې انقرې ته واستول شو او له روغتیا وروسته په انقره کې پاتې شو او همالته ېې ځان ته یو دفتر پرانیست او په رسمي ډول ېې خپل سیاسي سوله ایز فعالیت پیل کړ او وېې ویل چې د افغانستان ستونځه یواځې سیاسي حل لري نه فوځي .
د طالبانو نورو چارواکو د نوموړي په دې اقدام د نیوکې تر څنګ اعلان وکړ چې نوموړی نور د طالبانو د تحریک غړی نه دی او د هغه فعالیتونه شخصي دي چې د افغانستان له طالبانو سره هیڅ کوم تړاو نه لري .
تیر کال چې په افغانستان کې یوه فوځي چورلکه د هوا د خرابیدا له امله د افغانستان د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې بیړنی ناستې ته اړه شوې وه او د دې الوتکې ټوله عمله چې آته تنه ېې ترکیان ؤ د طالبانو لاسونو ته لویدلي ؤ طالبانو د ترکېې له دولت سره په دې اړه خبرې اترې درلودې او د یوې معاملې په اساس د ترکېې آته تنه اتباع د طالبانو له خوا خوشي شول او د دې په مقابل کې په ترکیه کې د ملا آغا جان معتصم سیاسي فعالیتونه وځنډیدل او نوموړی هم له ترکېې اخراج شو .
سیاسي مبصر زیاتوي ملا آغاء جان معتصم په ناچاره ډول دبی ته لاړ او هلته ېې خپل سیاسي فعالتونه له سره پیل کړل او د تیر کال په وروستیو کې ېې هم په دوبی کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو کنفرانس جوړ کړ او ملا عبد الرقیب تخاري چې د طالبانو یو مهم قوماندان او په پيښور کې میشت ؤهم  دې کنفرانس ته وروبللی شو چې نوموړي په دې کنفرانس کې ګډون وکړ خوپیښور ته له رارسیدو سره سم په دې ښآر کې په یوه حمله کې ووژل شو .
راپور وايي اوس مهال ملا آغاجان معتصم هم د دوبی د دولت له خوا په خپل کور کې حبس شوی دی چې تر څارنې لاندې دی او دا پيښه د دې ښودنه کوي ، داسې لاسونه شته چې نه غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسي او سوله را منځته شي .
پښتو رادیو په دې اړه د افغانستان د کابل چاپ حریت ورځپاڼې له مؤسس او د افغانستان یوه پخواني چارواکي ښاغلي محمد حسن حقیار صاحب نظر هم غوښتی ؤ چې نوموړي په ځواب کې وویل ملا آغا جان معتصم په دوبی کې د امریکا او پاکستان په لارښونه په خپل کور کې نظر بند شوی دی ځکه امریکا چې پوه شوه د قطر د سولې خبرې اترې چې د پاکستان او امریکا په غږملتیا پيل شوې وې د حامد کرزي په هڅو له ناکامۍ سره مخ شوې نو ځکه دا دواړه هیوادونه د دې اجازه نه ورکوي چې په دوبی کې د حامد کرزي په غږملتیا د طالبانو له یوه بیل شوي مشر سره خبرې اترې تر سره شي او دوام وکړي .
له همدې امله د افغانستان طالبانو له امریکا او پاکستان غوښتتي متحده عربي امارت تر فشار لاندې ونیسي تر څو د ملا آغا جان معتصم فعالیتونه ودرول شي .
مبصر نتیجه اخلي ، ملا آغاء جان معتصم چې د افغانستان له دولت سره ېې د سولې راوستو په ارتباط فعالیت درلود د امریکا او پاکستان په مستقیمه مداخله په دوبی کې په خپل کور کې نظر بند شو .

Add new comment