د تهران د جمعې لمانځه خطیب سوله ایزه اتومي انرژي د اسلامي تمدن په تاریخ کې د بدلون ټکی وباله

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام کاظم صدیقي په بیلابیلو طبي کرهڼيزو او د انرژۍ اړوند برخو کې سوله ایزې اتومي انرژۍ ته د اسلامي ایران د اړتیاؤؤ په ذکر کولوسره وویل د ایران ساینس پوهانو په کلکه او راسخه عقیده او ایمان او په دین په تکېې سره وکولای شول د علم او صنعت څوکو ته ځان وروسوي .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب څرګنده کړه ، د ایران ملت هیله من دی ، د خپلواکۍ احساس کوي او د استکبار له کارړنګولو سره سره په خپلو پښو ولاړ دی چې په جهادي مدیرت اودوامداره  مجاهدت سره ېې وکولای شول اتومي انرژي او ټيکنالوژي په ایران کې ځايي کړي او ختیځ او لودیځ هیوادونه هک حیران کړي .
حجت الاسلام صدیقي په دې بیان سر ه چې اتومي انرژۍ ته لاس رسۍ یو ډول کلتوري بریا ده د انقلاب د معظم لارښود ویناوو ته اشاره وکړه او زیاته ېې کړه ایران به هیڅ کله هم د خپلو پوهانو له لاس ته راوړنو په تیره د اتومي انرژۍ په برخه کې ،شا تګ ونه کړي .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د حضرت فاطمة الزهرا س د نیکمرغه زوکړې او د میرمنې ورځې ته په اشارې سره وویل لودیځ هیوادونه د میرمنو د حقوقو ادعاء کوي خو په میرمنو له تجاوز او له هغو سره له خیانت پرته بله کانامه نه لري بلکې له دې ادعآؤؤ اوزاري استفاده کوي .
حجت الاسلام صدیقي همداراز د ایران د فوځ او د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک د تأسیس د ورځو مبارکي هم ورکړه .

Add new comment