ایران په دې هیواد کې د امریکايي الوتکې له کوزیدو بې خبري وښوده

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې په ملګرو ملتو کې د ایران مطبوعاتي مسئول حمید بابايي د نیویارک ټایمز د هغه خبر په غبرګون کې چې وايي د تیرې سې شنبې په ورځ  د امریکا بیرغ لرونکې یوه الوتکه چې د یوتا بانک اړونده ده د تهران په مهرآباد هوايي ډګر کې کوزه شوې ده، وویل په دې برخه کې کوم مالومات نه لري .
د امریکا نیویارک ټایمز ولیکل تر اوسه څوک نه پوهیږي چې د دې الوتکې موخه څه ده خو واضح مالومیږي چې د تهران په هوايي ډګر کې پارک شوې ده .
د یوه بل خبر له مخې د ایران د ځمکني فوځ قوماندان امیر پوردستان وویل نور به د هیواد ټولې پولې د فوځي بې پيلوټه الوتکو په مرسته څارل کیږي او فوځ چمتو دی په دې برخه کې د هر ګواښ او تهدید په وړاندې د هیواد دفاع وکړي .

Add new comment