امریکا اوترکیه دسوريې دترهګرو دلسمولومهم هیوادونه دي

دسوريې خارجه وزارت دملګروملتونو سرمنشي او دامنیت شورا مشر ته په دوو (٬) جلا جلا لیکونو کښې امریکا او ترکیه په سوریې کښې دترهګرو دشتون هڅونکي وبلل .
دسوريې سانا خبري اژانس وايي د سوريې خارجه وزارت د ملګروملتونو سرمنشي بان کي مون او دامنیت شورا مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې دامریکا، فرانسې، ترکیې او سعودي عربستان په شمول دسورې پرضد ددسیسه کونکو هیوادونو دښمانه خوځښتونو ته په ااشارې سره وویل دغه هیوادونه په سوريې کښې د کیمیاوي وسلو په کارولو کښې دترهګرو ډلو دجنایتونو ملاتړي دي .
دسوریې خارجه وزارت دترهګرو ډلو دکیمیاوي وسلو د حملې یوه کال تیریدا ته په اشارې سره چې دسوریې ګڼ شمیر بې ګناه خلک يې وژلي وو زیاته کړه په سوریې کښې دترهګرو ډلو لخوا د ډول ډول ترهګرو اقداماتو ترسره کول دسوريې دملت د ژوند په بیه د سیاسي او ترهګرو هدفونو دتحقق  لپاره د امریکا، ترکیې ، سعودي عربستان اونورو هیوادونو  لاسوهنه ثابتوي .
دامریکا مشهور خبریال سیمور هرش ترکیه دسوريې په شمال کښې دحلب ښار  په خوا کښې په خان العسل کښې دترهګرو ډلو دکیمیاوي  وسلو دکارولو عامله بللي ده او زیاته یې کړي ده چې دامریکا حکومت دترهګرو له دغه جنایت او دهغوې دترسره کونکو په باره کښې اطلاعات لري .
ترکیه او اردن په خپلو هیوادونو کښې دترهګرو د روزنې زیات مرکزونه لري  .

Add new comment