د حق او باطل پيژندنه کښې د حضرت فاطمه سلام الله علیها نقش

او که د قرآن نه ورستو احادیثو ته سترګی واړه وو نو وینو چې پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله دې بی بی ته د ام ابیها لقب ورکوې، خو دا هم باید پام کښې و لرلی شی چې قرآن د پیغمبر صلی الله علیه و آله پحقله فرمایی:

د پیغمبر صلی الله علیه و آله له شهادت نه تر د هغوی د مبارکو لور بی بی حضرت فاطمة شهادت تر منځه چې کوم مهم مسایل اسلامی ټولنه ته راوړاندې شوې وو دغه مسایل په حقیقت کښې د حق او باطل هغوې لپاره چې د حقیقت لټون کوې ډير مهم دې.
د پیغمبرصلی الله علیه و آله له شهادت نه پس په حضرت فاطمه سلام الله علیها باندې راغلی مصیبتونه او د هغوې شهادت له اسلام د لویو مسایلو نه يوه ده. حق له باطل نه جدا کول او اسلامی فرقو کښې هغه ناجیه فرقه لټول يواځی د حضرت فاطمة ژوند کښې او په بیله توګه د هغی مبارکه د شهادت په اسبابو کښې لټون کولو سره ممکنه ده، او د حضرت زهرا سلام الله علیها ژوند چې څه رنګ حق لټولو کښې لارښود دی هم دا رنګ د حق په لار باندې قدم اخستلو نه پس په دغه لار کښې د سیر او سلوک منزل او کمالات حاصلولو لپاره هم ارزښت لرې، نو بس معلومه شوه چې د حضرت فاطمه الزهرا‌ء سره تړلی مسایل نه دا چې حق او باطل په ډاګه کوې بلکه دا مسایل د انسان پورته تګ او د الله تعالی تقرب سبب هم جوړیږی.
د حضرت فاطمه الزهرا‌ء يو عظمت چې شیعه او سنی نقل کړې هغه دا چې الله تعالی د فاطمه په باندی غضب کوې او د فاطمه په خوشحالی باندی راضی کښېږې، او دا هغه عظمت دې چې د فاطمه سلام الله علیها په عصمت باندې دلالت کوې، د عصمت مقام هغه مقام دی چې کله انسان خپله خوښه او ناخوښی د عقلانیت مقام ته ورڅه وې او بیایې د عقلانیت مقام نه د الله رضا او نارضایی ته ورڅه وې چې د الله په خوښ يې خوښ او د الله ناخوښی يې ناخوښ وې، خو ولی حضرت زهرا‌ء مقام هغه دې چې الله د هغوې مبارکو خوښه باندې رضا او د هغوې په ناخوښی یې نارضا ده، له دې تایید د آیة تطهیر شان نزول او د آیة تطهیر سره تړلی روایاتو چې د اهلبیتو د عصمت او طهارت او په تیره د حضرت فاطمة سلام الله علیها عظمت بیانه وې کوې.
مفسیرین لیکی چې د فاطمة الزهرا‌ء په عظمت کښې الله تعالی له دوو سوو نه زیات آیتونه نازل کړی خو د مودت په آیة  کښې الله تعالی هر مسلمان ته دا حکم ورکړې چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د خدمتونو او زحمتونو په صله کښې د پیغمبر کورنی سره مینه او محبت وکړئ، الله تعالی فرمایی:
قل لا اسئلکم علیه اجرا الا المودة فی القربی
او که د قرآن نه ورستو احادیثو ته سترګی واړه وو نو وینو چې پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله دې بی بی ته د ام ابیها لقب ورکوې، خو دا هم باید پام کښې و لرلی شی چې قرآن د پیغمبر صلی الله علیه و آله پحقله فرمایی:
وما ینطق عن الهوی ان هو الا وحی يوحی.
د ام ابیها لقب:
سوال دا دی چې د ام ابیها لقب یی ولی ورته ورکړو آیا معنا یی دا ده چې حضرت زهراء سلام الله علیها پیغمبر صلی الله علیه و اله سره لکه د مور مینه کوله لکه يو مور چې خپل بچی سره لری؟
که معنا یی دا ده چې ټول موجودات خلق کړلی شو د انسان لپاره او انسان خلق کړلی شو د عبادت لپاره چې د الله معرفت تر لاسه کړې او عبادت انسان هغه وخت ترلاسه کولی شی کله چې اسلام عقیده او د هغې احکام او شرع مقدس موجوده وې او که حضرت فاطمة سلام الله علیها نه وې نو اسلام هغه حقیقی اسلام چې د باطل نه لری وې به تر مونږ نه وو رسېدلی ځکه چې د حق او باطل ترمنځه فرق له حضرت زهراء سره تړلی، او که دې بل لور سترګی واړوو نو وينو چې دا ټول امامان د رسول الله حقیقی ځای ناستي د حضرت فاطمه سلام الله علیها له وجود مبارک څخه دې، او که دا چې حضرت زهراء سلام الله علیها د حقیقی دین اسلام محافظه ده، د امامت محافظه ده، او د باطل لارو نه صراط مستقیم بیله کوونکی ده، او د هغه اسلام لارښوونکې ده چې په کوم الله تعالی راضی دې.
نو اوس چې کله پیغمبر صلی الله علیه و آله حضرت فاطمه سلام الله علیها ته د ام ابیها لقب ورکړو نو په مسلمانانو باندې بی بی فاطمه څه حق جوړیږې؟
او دوهمه خبره دا چې د هر مسلمان له هدایت لپاره ضروری ده چې د حضرت زهراء سلام الله علیها تاریخ او د پیغمبر له شهادت نه ورستو واقعه شوې پېښو ته کتنه وکړې، خو په دې لټون کښې دا خبره باید په پام کښې ولرو چې ډېر مسلکونه دی تاریخی واقعاتو باندې د پردو اچولو کوښښ کوې، او یايی توجیه کوې او ترې بيا انکار کوې، خو دا تاریخ او پېښی زما په نظر د حق د لټون بنسټ دې او ارزښت لرې چې هر مسلمان ترې ځان خبر کړې او پرې تحقیق او څېړنه وکړې.
پکار دې هر مسلمان څیړنه وکړې او ځان خبر کړې چې ولی د رسول الله صلی الله علیه وآله له شهادت نه ورستو حضرت فاطمه سلام الله علیها له امت څخه دومره خفه شوه چې وصیت یی وکړو چې هغه دې د شپی دفن شی، حضرت علی علیه السلام هغه  د د شپې دفن کوې او هر مسلمان ته يي ابدي پيغام ورکړو چې کله هم مدینه ښار ته د پیغمبر صلی الله علیه و آله زیارت له لاړ شې هغه چې کله د ټولو اصحابو، اولياؤ قبرونه په مدینه کښې مشاهده وکړې نو دا سوال يي ضرور را بیداره وې چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د ګران لور حضرت فاطمه سلام الله علیها قبر چرته دې او ولی نشته، هغه څه عوامل وو چې بی بی فاطمه سلام الله علیها قبر پټولو باندې حضرت علی علیه السلام مجبور شو، او هم دې سره مونږ د وهابیت د دغه ناپاک نیت نه هم خبر شو چې ولی هغوې د جنت البقیع نور زیارتونه ويجاړ او مسمار کړل ځکه چې کله د نورو قبرونه نوې نو د حضرت فاطمه سلام الله علیها قبر به هم څوک تپوس نه کوې او هغه وخت به دا سوال معنا نه لرې.
د حضرت فاطمه سلام الله علیها کوم تاریخ او پېښی  هم شیعه او هم غیر شیعه منابع نقل کړې که هم دغو کښې مونږ څېړنه وکړو نو دا به د صحيح لاری انتخاب او باطل نه ډډه کولو لپاره بس وې، هغه تاریخ او پېښی چې غیر شیعه منابع هم نقل کړې سرچينه یې دا ده:
• د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم له شهادت نه پس يي د بی بی فاطمه سلام الله علیها کور ته اور واچولو.
• حضرت فاطمه سلام الله علیها له بعضی اصحابو نه د غضب او خفګان په حالت کښې دنیا نه لاړه.
• بعضی اصحابو په دې اعتراف کړې چې حضرت فاطمه سلام الله علیها يي خفه او ازاره کړې.
• او دا چې حضرت فاطمه سلام الله علیها حضرت علی علیه السلام ته وصیت کړې وو چې ما د شپې خاورو ته وسپاره او هغه کسان چې زه يي زبولي او ازاره کړې یم زما جنازه ته حاضر نشی.
مطالب له دې نه ډير زیات دې او هر مسلمان چې د حق په لټون کښې وې هغه لپاره د حضرت فاطمه سلام الله علیها تاریخ د صراط مستقیم لارښود دي.

Add new comment