دعربستان دتاریخ خوراستره مانوره او دهغو موخې اوانګیزې
دهغو سیمه ایزو بدلونونو په وخت چې ممکنه ده خورامهمه پيښه ئې دسورئې شخړه او دهغې ترڅنګ په ځینو عربی هیوادونو کې مدني نافرمانۍ دي ، خبرونه ددې ښودنه کوي چې عربستان غواړي ددغه هیواد په تاریخ کې خورا ستره مانوره ترسره کړي . دعربستان ځينې خپرونې او همداراز ددغه هیواد له دربار سره نزدو سرچینو ویلی دي، دعربستان پاچا ملک عبد ا.... دتیرې سه شنبې په ورځې ددغه هیواد دتاریخ دخورا سترې او همداراز په سیمې کې دخورا بې مخينې مانورې دترسره کیدا حکم صادر کړی دی . او ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې دغه مانوره ترسره شي . دغه مانوره :سیف عبدا.... : نومیږي او ټاکل شوې دعربستان ټول یونټونه ، مځکنی ،هوائي اوحتی دملی ګارډ او زیرمه هوائي ځواک هم پکې ګډون وکړي .
دې ته په پام سره چې دعربستان په تاریخ کې دغه ډول خوځښتونه بې مخینې دي ، نو ځکه له همدااوسه په دې باب حدس او ګمانونه مطرح شوي دي . په تیره بیا دا چې په تیرې اونۍ کې هم دعربستان په شمال لودیځ کې دعربستان او امریکائي ځواک په ګډون سره یوه مانوره ترسره شوې او په عین حال کې ویل شوي دي په همداوروستیو کې دریاض له چارواکو سره په تیره بیا پخپله ملک عبدا.... سره دامریکائي چارواکو نیغ په نیغه او پټې خبرې اترې ترسره شوي دي . داسې خبرې اترې چې دسیمه ایز بدلونونو او همداراز دعربستان دداخلی شرائطو په وړاندې دریاض له دریځونوسره بې ارتباطه نشي کیدلی ..
په سیمه ایز ا ړخ کې دم ګړۍ له عربستان سره دفارس خلیج دجنوبی څنډې دځينو هیوادونو په اړیکو کې یو ډول سړوالی رامینځةشوی دی . نو ځکه ځيني سیاسی ټولنې دعربستان دپاچا له خوا دسیف عبدا... په نامه دسترې مانورې دترسره کیدا دفرمان صادریدا دفارس خلیج دملګرتیا شورا دهغو غړو هیوادونو لپاره یو ښکاره پيغام ګڼل شوی چې دریاض په مقابل کې په یوې جبهې کې دي .
دم ګړۍ دعربستان اوقطراړیکې یوه دښمنانه یا(غلیمانه )پړاؤ ته داخلې شوي دي اوپه حقیقت کې دواړه هیوادنه له یوه بل سره مخامخ شوي دي او تر ډيره حده هم دیوه بل په ضد ئې منفي تبلیغاتو ته هم مخه کړې ده .داسې ښکاري ملک عبدا....په سیمې کې دبې مخینې مانورې په ترسره کولو سره غواړي ، دهغه قطر په وړاندې چې دعربستان په مقابل کې ئې بیرغ اوچت کړی دی خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړي .
البته له یوې بلې زاوئې هم دسیف ا... مانورې په صادریدا غور کولی شو او هغه هم دعربستان دناروغه پاچاپه ژوندکې دقدرت دمنقلولو لپاره زمینه جوړول دي . ځيني سیاسی کارپوهان باوري دي دسیف ا.... په نامه دمانورې ترسره کیدا دملک عبدا... ترنظر لاندې دقدرت د منتقولو دضمانت لپاره یو پیغام لری . مقرن بن عبدالعزیزدعربستان داوسني پاچادپلار ملک عبدالعزیز له ټولو کشر زوی دی . په عربستان کې پاچائي تل دعبدالعزیز په زامنو کې لاس په لاس شوې ده . اوس دا شک پیاوړی شوی دی چې دملک عبدا... دمړینې په بڼه کې دهغه و روڼو دبوډاتوب په علت ممکنه ده دلاځوان نسل شهزادګان قدرت باندې قبضه وکړي . ددغه خطرې دختمولو لپاره ملک عبدا... ترجیج ورکوي ترڅو چې ژوندی دی ددپاچائۍ دتخت اوتاج جانشین مشخص کړي . دملک عبدا ... له نظره دعربستان دپوځي قدرت نندارې ته وړاندې کول ددغې موضوع دښودلو لپاره یو آوزار دی چې تراوسه پورې دعبدالعزیز زامن خپل هیواد اداره کولی شي .
په هرحال هغه څه چې روښانه د ي دادي چې دسیف عبداا.. په نامه مانوره به له پوځي مانورې ورهاخوا وي . په تیره بیا دا چې پرملک عبدا... سربیره امریکا هم دعربستان د راتلونکي پاچا ئۍ لپاره دیوازنۍ مناسبې ټاکنې په توګه مقرن بن عبدالعزیز لپاره سترګې خلاصې نیولي دي او هغه هم څوورځې مخکې دعربستان ولی عهد شوی دی ، یوداسې منصب چې دعربستان دحاکمیت په تاریخ کې بې مخینې دی
Add new comment