دبحرین ال خلیفه رژیم دخلکو نیولو او شکنجه کولو ته دوام ورکړی

دبحرین دبشري حقوقومرکز وویل خبرو ته  دال خلیفه رژیم لخوا دمخالفانوله بلنې راهسې ۷۴۴ کسان نیول شوي دي  .
تسنیم خبري اژانس د صوت المنامه خبري سایټ په قول وویل د بحرین دبشري حقوقو د مرکز دتعقیبونې او څارنې د برخې مسوول یوسف المحافظه نن وویل په دغو ۷۴۴ کسانو کښې اکثره دشپې په و خت او دخلکو په کورونو دحملو په وخت نیول شوي دي .
هغه وویل د ډیرو نیول شویو کسانو دبرخلیک په باره کښې هیڅ اطلاع نشته او هغه کسان چې دال خلیفه رژیم په زندانونو کښې دي له شکنجې او بد چلند سره مخ کیږي .
د بحرین دبشري حقوقو د مرکز دڅارنې او تعقیبونې د برخې مسوول زیاته کړه د بحرین ښاریز دخپلو  حقه غوښتنو تر پوره کیدا پورې هماغه راز دواکمن رژيم پرضد صلح ایزو مظاهرو ته دوام ورکوي  .
په بحرین کښې دخلکو په ځپلو کښې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اردن ، انګلستان او امریکا لاسونه لري .
دبحرین خلک په صلح ایزو مظاهرو او اعتراضونو سره د دال خلیفه دیکتاتور حکومت دختمیدا او دازادو انتخاباتو له لارې دیوه خپلواکه حکومت دجوړیدا غوښتنه کوي .

Add new comment