له اسرایلو سره دفلسطینیانو خبرې اترې هیڅ ګټه نلري اوباید بندې شي
د فلسطین دملي نوښت سیکرټر له صهیونیسټ رژيم سره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو د امنیتي ملګرتیا د کاملې بندیدا غوښتنه و کړه .
دفلسطین سما خبري اژانس وايي د فلسطین دملي نوښت سیکرټر مصطفی البرغوثی بیګا د فلسطینیانو دمالیاتي او ګمرګي عایدانو د ګنګل کولو په شمول د کورواکه تشکیلاتو پرضد د ځینو اقتصادي بایکاټونو د اعمالیدا په باره کښې د صهیونیسټ رژيم له فیصلې وروسته وویل له صهیونیسټ رژيم سره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو امنتیي ملګرتیا دفلسطینیانو لپاره هیڅ ګټه نلري .
دصهیونیسټ رژیم چارواکو په تیرې پنجشنبې ورځ له نړیوالو تړونونو سره د یوځاې کیدا لپاره د فلسطینیانو د هڅې له سره پیلیدا وروسته وویل اسرایلو د فلسطینیانو پرضد یو شمیر بایکاټونه او سزاګانې اعمال کړي دي .
د فلسطین د کوراکه تشکیلاتو د مالي او ګمرکي عایداتو بندول ، دفلسطین په بانکونو کښې د پیسو د جمع کولو په زمینه کښې د محدودیتونو لګول او دسرحدي لارو بندول دفلسطینیانو پرضد د صهیونیسټانو په ظالمانه اقداماتو کښې شامل دي
Add new comment