دپاکستان په وزیرستان کښې دطالبانو ترمینځ جنګ روان دی

دپاکستان په وزیرستان سیمه کښې دطالبانو ددوو ډلو ترمینځ په سخت جنګ کښې په لسګونو کسان وژل شوي دي .
پریس ټي وي چینل راپور ورکړ دپاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې یوازې پرون د وزیرستان په شوال او دته خیل سیمو کښې دطالبانو ددوو(۲) ډلو ترمینځ په سختو کښې جنګونو کښې نولس (۱۹)کسان وژل شوي دي .
دپاکستان په وزیرستان سیمه کښې په تیرو څو ورځو کښې دطالبانو ددوو ډلو ترمینځ په جګړونو کښې تراوسه له۴۰زیات طالبان وژل شوي دي .
خبري سرچینې وايي چې دطالبانو په خپلو مینځه دغو جنګونو کښې له درنو وسلو او هوانونو استفاده کیږي .
داپه داسې حال کښې دي چې دپاکستان دحکومت او طالبانو ترهګرې ډلې ترمینځ چې تراوسه يې په دغه هیواد کښې په سلګونو بم چاودنو او حملو کښې په لسګونو زره خلک وژلي دي د اووربند موده پاې ته رسیدلي ده .
دویلوده چې دپاکستان دطالبانو ډلې ترمینځ چې له مختلفو ډلو جوړه کړې شوي ده او ورسره یوشمیر عرب هیوادونه ، اسرایل او امریکا مرستې کوي ډیر اختلاف شته .
په طالبانو کښې یو شمیر کسان له حکومت سره دصلحې دخبرواترو ملاتړ کوي او ګڼ شمیر کسان دترهګرو حملو او دخلکو د وژلو حمایت کوي چې ژوندی مثال يې هم په پاکستان له طالبانو سره دحکومت دخبرو له ترسره کولو سره سره دترهګرو بم چاودنو او حملو دوام دی .

Add new comment