د فلسطیني اسیرانو د خوشي کولو لپاره په دغه هیواد کښې مظاهرې وشوې
فلسطینیانو د خپل هیواد په شمال کښې په مظاهرو سره د ۱۹۴۸کال د نیواکي ځمکو د اوسیدونکو فلسطیني اسیرانو د آزادیدو غوښتنه وکړه
د قدس نیټ خبري آژانس د رپورټ له مخې، پرون مازدیګر یوه ډله فلسطینیانو د (شطه) په نامه اسرائیلي جیل مخې ته د مظاهرو په کولو سره چې د آزاد شویو اسیرانو د تنظیم په غوښتنه ترسره شوې، د ځینو فلسطینیانو د انځورونو او د فلسطین د بیرغ په اوچتولو سره د نیواکي فلسطین د هغو اسیرو خلکو د آزادۍ په ضرورت ټینګار وکړ چې د اسرائیلو په جیلونو کښې پراته دي.
د ځايي شاهدانو په وینا، د ځینو اسیرانو کورنیو، آزاد شویو اسیرانو او هم په نیواکي خاوره کښې ځینو عربو مسئولانو په دغو مظاهرو کښې شتون درلود.
ټاکل شوې وه چې صهیونیسټي رژیم د د فلسطین له کورواکه تشکیلاتو سره د خپلو تیرو موافقو په اساس د فلسطین د پخوانیو اسیرانو څلورمه ډله چې دیرش کسان کیږي، خوشې کړي خو دغه رژیم د یادو کسانو له آزادولو ډډه کوي.
Add new comment