په سوریه کښې داعش ډلې د جبهة النصره سل تنه ووژل
د سوریې په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې د داعش او جبهه النصره په نامه دوو ترهګرو ډلو ترمینځ د نښتو په دوام کښې، داعش ډلې د النصره جبهې تقریباً سل تنه چرماري کړل.
له دمشق څخه د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، داعش ترهګرې ډلې په سوریه کښې د القاعدې له رسمي څانګې یعنې له جبهة النصره ډلې سره د خپلو نښتو په دوام کښې د دغې ډلې خواوشا سل تنه د عراق له پولې سره نزدې د دیرالزور ولایت په البوکمال ښار کښې ووژل.
په دغو وژل شویو ترهګرو کښ طد سوریې د آزاد پوځ په نامه ډلې کسان هم لیدل کیږي.
داعش ډلې وړمه ورځ له البوکمال ښار څخه د جبهه النصره د ویستلو لپاره په دغه ښار حمله وکړه څو د هغه په نیولو سره د الزور ولایت په مختلفو سیمو باندې د خپلې ولکې د مضبوطولو په ترڅ کښې له البوکمال ښار څخه د عراق په لور یوه سرحدي لاره جوړه کړي.
Add new comment