د آل خلیفه رژیم پوځیانو د بحرین د خلکو سوله ایزې مظاهرې وځپلې

د العالم خبري چینل د رپورټ له مخې د بحرین د رژیم پوځیانو پرون د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې په مظاهره چیانو حمله وکړه او ورباندې یې ډزې او اوښلن ګیس وپاشه.
مظاهره چیانو د بحرین دحق غورځنګ د عمومي منشي حسن المشیمع د انځورونو په وړلو سره د سیاسي بندیانو د آزادیدو او د هغوي د شکنجې د ختمیدو غوښتنه وکړه.
حسن المشیمع د د بحرین د واکمن آل خلیفه رژیم په یو جیل کښې بندي دی او د دغه جیل مسئولان د هغه د ناروغۍ باوجود هغه ته درملیز خدمات نه ورکوي.
د بحرین د ملي وفاق جمعیت هم په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې آل خلیفه رژيم بندیانو ته د درملیزو خدماتو له ورکولو نه په ډډه کولو سره له سیاسي فعالانو د بدل اخیستو په لټه کښې دی او هڅه کوي چې هغوي له خپلو اصلاح غواړو او ولسواکي غواړو غوښتنو واړوي.

Add new comment