دپاکستان شیعه مسلمانو د ترهګرو ډلو دحملو دبندیدا غوښتنه و کړه
دپاکستان شیعه ګوندونو دلومړي وزیر نوازشریف حکومت ته خبرداری ورکړ که چیرې دتکفیري ترهګرو ډلو لخواد شیعه مسلمانانو وژله بنده نشي دحکومت پرضد به پاڅون وکړي .
د پاکستان اسلامي غورځنګ او مجلس و حدت مسلمین غورځنګ له حکومته وغوښتل چې دشیعه مسلمانانو پرضد د حملو دمخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. دپاکستان مجلس وحدت مسلمین او اسلامي غورځنګونو حکومت د سرزورو ترهګرودحملو په وړاندې په ناتوانې تورن کړ .
د پاکستان دجعفریه اتحاد مشر علامه عباس کمیلي حکوت ته پینځلس(۱۵) ورځې وخت ورکړ چې دشیعه مسلمانانو د وژلې مخه ونیسي ګني ولسي غورځنګ به شروع کړي .
له دې مخکې په کراچۍ کښې د مجلس وحدت مسلمین یوه مشر علامه مبشر حسن د پاکستان دسترې محکمې له مشر تصدق جیلاني څخه غوښتي وو په دغه هیواد کښې دشیعه مسلمانانو پرضد دترهګرو حملو مخه ونیسي .
دویلو ده چې په تیرو څو ورځو کښې په کراچۍ ښار کښې چې دالقاعده ، طالبانو ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوي او ددوې دنورو ترهګرو ملګروډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی دوه(۲) شیعه ډاکټران، دوه (۲) وکیلان او درې (۳) سوداګران وژل شوي .
دویلوده چې په پاکستان کښې له ټولو ترهګروتکفیري ډلو سره سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، اسرایل ،امریکا، انګلستان او ځينې نورو عرب او اروپايي هیوادونه مالي اوپوځي مرستې کوي .
دپاکستان سیاسي شناندي وايي چې په دغه هیواد کښې دشیعه مسلمانانو پرضد حملو کښې سعودي عربستان لاس لري او دغه هیواد دپاکستان اکثرو ترهګرو ډلو ته زیاتې مالي مرستې اوپوځي روزنه ورکوي
Add new comment