دایران داسلامي جمهوریت هیڅ اټومي بریا د بندیدا وړ نه ده
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود دتهران اټومي پرمختګونه په ایران کښې په ژور ملي نفس د اعتماد د پیاوړتیا ترټولو مهم عامل او دنورو عملي پرمختګونو لپاره زمینه جوړونکي وبلل .
حضرت ایت الله العظمی خامنه اي نن د اټومي ټیکنالوژۍ د ملي ورځې په مناسبت دایران داټومي انرژۍ دموسسې له مشر ، مدیرانو ، متخصصانو او کارپیژاندو سره په کتنې کښې ټینګار وکړ که څه هم له اټومي پوهې د انرژۍ دتولید، او دغه رذاز په صنعت ، روغتیا ، کرهڼې ، خوراکي امنیت او تجارت کښې استفاده کیږي خو ترټولو مهمه ګټه یې په ایران کښې په ملي نفس د اعتماد پیاوړتیا وه .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي دپینځه جمع یوې ډلې او د ایران داسلامي جمهوریت خبرواترو ته په اشارې سره وویل له دغو خبرو سره موافقت دایران پرضد د استکبار د جبهې د دښمانه فضا دماتولو لپاره وه .
هغه حضرت داټومي خبرو اترو ددوام پرضرورت ټینګار سره وویل اټومي علمي حرکت باید بند یا سست نشي په دې سربیره له ایران سره د اټومي انرژۍ دنړیوال اژانس اړیکې هم باید دودیزې اړیکې وي .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود دنظام د پرمختګ د مخنیوي او د کمزوري او شاته پاتې هیواد په توګه دایران د معرفي کولو لپاره د استکبار دجبهې هڅو ته په اشارې سره وفرمایل دایران پرضد د نړیوالې فضا درامینځته کولو لپاره داستکبار یو چلول په عامو پلمو سره دی او اټومي موضوع هم دایران داسلامي جمهوریت پرضد ددروغو د ویلو او فضا جوړولو لپاره یوه پلمه ده خو په دې زمینه کښې هغوې تراوسه ماتي خوړلي ده .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود په دې خبرې سره چې ایران په اټومي وسلوپسې نه دی ټینګار وکړ دامریکا چارواکي هم له دغه حقیقت څخه چې داټومي وسلونه لرل دایران داسلامي جمهوریت پریکنده سیاست دی خبر دي خو غواړي په دې پلمې سره د ایران پرضد نړیواله فضا وساتي .
هغه حضرت په دې خبرې ټینګار سره چې دایران اټومي مرکچیان باید د اټومي پراختیا او تحقیقاتو په دوام ټینګار وکړي وویل دایران هیڅ اټومي بریا د بندیدا وړ نه ده او هیڅ څوک دهغو په سر د معاملې کولو حق نلري .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دایران داټومي متخصصانو لوړې روحیې او ارادې ته په اشارې سره وفرمایل کله چې دایران اټومي کارپیژاندو وویل دتهران داټومي ریکټر لپاره داټومي سونګو د پلیټونو د تولیدولو توان لري نو لویدیځو هیوادونو ایران مسخره کړ خو دایران متخصصانو له ټاکل شوي وخت څخه په کمه موده کښې دغه کار ترسره کړ او دښمانان حیرانه شول .
حضرت ایت الله خامنه اي وفرمایل دغه خبره چې ویل کیږي بایکاټونه او دباونه د اټومي بریاو لګښت دی سمه نه ده ځکه که چیرې اټومي موضوع نه واي لویدیځو هیوادونو به بله پلمه لټوله هماغه ډول چې امریکا اوس داټومي خبرواترو په وخت د بشري حقوقو پلمه مطرح کوي .
Add new comment