د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې په درشل کښې د صهيونېسټ رژيم بکواس

 

د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې د خبرو اترو نوے دور به سبا د نهې په ورځ د آسټريا په پائېتخت ويانا کښې د ايران د بهرنيو چارو د وزير او د اروپا اتحاديې د بهرني سياست د مشرې په شتون سره شروع شي او له هغۀ وروسته به د مرستيالانو په سطح دوام پېدا کړي.
د پرېس ټي وي د رپوټ له مخې د ايران د بهرنيو چارو د وزير د حقوقي او نړيوالو چارو مرستيال  او له پنځۀ جمع يو ډلې سره په خبرو اترو کښې د ايران  لوړ رتبه خبرې اترې کوونکي عباس عراقچي پرون هيله څرګنده کړه چې ايران او د نړۍ شپږ ستر قدرتونه به په راتلونکو خبرو اترو کښې وکړې شي د اصلي موضوعاتو په حقله د نظرياتو په نزدې کولو او د اختلافاتو په کمولو سره جزئياتو ته داخل شي او د وروستي موافقه ليک د متن ليکل به شروع کړي.
د ايران لوړرتبه اېټمي خبرې اترې کوونکي زياته کړه، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف  او د اروپا اتحاديې د بهرني سياست مشره کاټرين شټون به همدارنګ نن شپه په يوه کتنه کښې د سبانيو خبرو اترو په باره کښې ضروري غږملتياوې رامنځته کړي.
ټاکلې شوې ده د ايران او د اسلامي جمهوريت او پنځۀ جمع يوډلې د اېټمي خبرو اترو دريم دور به د اپرېل د روانې مياشتې له اومې نه تر نهمې نېټې پورې وشي،خو له دې سره سره ځينو امريکائي او صهيونېسټي ټولنو د خبرو اترو د نوي دور په درشل کښې په خبرو اترو کښې په ايران باندې د لا زيات دباو راوړلو غوښتنه وکړه.
د اپرېل د روانې مياشتې په وړومبيو وختونو کښې د صهيونېسټ رژيم او امريکې د عمومي تعلقاتو د کمېټۍ آپېک له ناکامې غونډې وروسته اوس نښې نښانې دا ښودنه کوي چې يو ورته بهير د جوړېدو په حال کښې دے چې هدف يې د بشري حقوقو او ترهه ګرۍ په شان ادعائي مسائلو په بهانه د ايران د اېټمي حقوقو کمزوري کول او د ايران او لويديځ د خبرو اترو تر چتر لاندې د دغو ادعائي موضوعاتو راوستل دي. د ايران په وړاندې د اروپا د سټراټيجيو تر عنوان لاندې د اروپا د پارلېمان وروستے پرېکړ ليک  او  له ايران سره د يو بشپړه موافقې د منلو لپاره د هغوي د خوښې تش په نامه شرائطو په باره کښې باراک اوباما ته د امريکې د يو شمېر سېنېټرانو وروستے ليک د ويانا د خبرو اترو په درشل کښې د دغو تحرکاتود يو نوي دور نښه ده.
پرون د امريکې د سنا د بهرنيوتعلقاتو د کمېټۍ مشر رابرټ منېنډز هم وويل، مونږ د اېټمي پروګرام په موضوع کښې د ايران په ژمنو مشکوک يو.
له دغو څرګندونو سره پو وخت چې د جروزالم پوسټ صهيونېسټي نشريې په وېب سايټ کښې منعکسې شوې د صهيونېسټ رژيم د بهرنيو چارو وزير آويګډور لېبر مېن هم په نيويارک کښې يو لړ ورته  څرګندونو کښې وويل، مونږ د ايران په باره کښې ټول آپشنونه په ميز ايښي دي.
د لويديځ او صهيونېسټ رژيم تېرو چلندونو ته په کتنې سره دغه تحرکات په اېټمي موضوع کښې په ايران باندې د دباو راوړلو لپاره د يو لړ غږملو اقداماتو په قالب کښې جاجولې شوو.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف پرون د اسلامي شورا د جرګې له استازيو سره له يوې غونډې نه پس په يو اخباري کانفرنس کښې د دغو تحرکاتو يوې برخې ته اشاره وکړه او وې ويل،د موثقو اطلاعاتو له مخې له پنځۀ جمع يو ډلې سره د ايران د اېټمي خبرو اترو د مثبت او رغانده چلند د ګډوډولو لپاره د صهيونېسټ رژيم لخوا زيات کوششونه د جعلي مسائلو په مطرح کولو سره ترسره کيږي خو څرګنده ده چې د خبرو اترو د ټولو خواو هېوادونو په هوښيارۍ، دوراندېشۍ او په ژور نظر سره به د صهيونېسټانو دغه چلول له ماتې سره مخامخ شي.
ايران او پنځۀ جمع يو ډله د جولائۍ ترمياشتې پورې په اېټمي موضوع کښې يوې بشپړې موافقې ته د رسېدو لپاره د 2013 کال د نومبر په څلوريشتمه نېټه د توافق وړ شپږ مياشتنيز مهال څخه په باقي پاتې موده کښې اوس پکار دي له پېچلې لارې تېر شي چې وروستۍ موافقې ته ورسي، خو دغه بهيرونه په واضحه توګه ښودنه کوي چې د دا ډول دريځونو او مصوبو هدف د خبرو اترو د چلند خرابول دي.
د تېرې جمعې په ورځ هم د اروپا د پارلېمان د استازيو يوې تندلارې ډلې د هغه څه په بهانه چې له ايران سره د تعلقاتو د سټراټيجۍ ټاکل بلل شوي دي يو پرېکړليک تصويب کړ چې پکښې د ايران د اسلامي جمهوريت په مقابل  کښې  د اروپا اتحاديې مداخلت لټوونکې پالېسۍ په ډاګه شوي دي. د اروپا اتحاديې د پارلېمان پرېکړ ليک هم د دغه سټري کوونکي چلند يوه برخه ده. په مجموعی توګه دغه شواهد او چلندونه د دې نظر تائيدوونکي دي چې په اېټمي موضوع کښې موافقې ته د رسېدو مخالف کسان او بهيرونه کوشش کوي چې فضا خړ پړه او ترخه کړي چې په اېټمي خبرو اترو کښې د خنډ په رامنځته کولو سره خپلو هدفونوته ورسي. هغه اهداف چې دوه معلوم مقصدونه لري، وړومبې دا چې هغه ډول چې صهيونېسټ رژيم يې غواړي په خپل ګمان د ايران لويديځ په مقابل کښې په کمزوري دريځ کښې راولي او دويم دا چې په دغو تحرکاتو سره د اېټمي او بشري حقوقوله ادعا ګانو څخه تر رامنځته شوې پردې لاندې په ايران کښې د مداخلت لپاره زمينه برابره کړي.
څرګنده ده چې اېټمي موضوع د ايران او لويديځ ترمېنځ يوه اختلافي موضوع ده او ايران په هوښياره تعامل سره د اختلافاتو د ختمولو لپاره د اعتماد جوړوونکو خبرو اترو د پرمخ بيائېلو په حال کښې دے، خو هيڅکله به اجازه ورنکړي چې دغه خبرې اترې دمداخلتونو لپاره  په يودالان بدلې شي چې په بنيادي توګه يې هغوي صلاحيت نۀ لري.ځکه چې د اروپا پارلېمان او د امريکې چاروکي پکار دي د  بشري حقوقو او امنيتي ګواښونو د هغو د دوه رنګه سياستونو ځواب ويوونکي وي چې په سيمه کښې يې د هېوادونو په خلاف رامنځته کړي دي و همدارنګ له ترهه ګرۍ څخه د خپلو ملاتړونو د لړزوونکو پائېلو ځواب ويوونکي وي.

Add new comment