پاکستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی دی
دپاکستان د جمعیت علمای اسلام دنوراني ډلې مشر صاحبزاده ابوالخیر محمد زبیر وویل چې له یوه دوست هیواد څخه ترلاسه شوي مرستې باید د هیواد د خیر ښیګڼې لپاره ولګول شي .
دپاکستان دجمعیت علمای اسلام دنوراني څانګې مشر صاحبزاده ابوالخیر محمد زبیر دکراچۍ په نشتر پارک کښې اتحاد اهل سنت کانفرنس ته په وینا کښې وویل پاکستان دترهګرۍ او د مشکلاتو په مرکز بدل شوی او ترهګرو سپیڅلي ځایونه او مزارونه هم ونه بخښل .
هغه وویل په پاکستان کښې د ترهګرۍ دختمیدا لپاره واکمنان باید له منافقت ډک چلند پریږدي .
ابوالخیر زیاته کړه چې په شپږو (۶) میاشتو کښې د بریښنا دلوډشیډینګ دختمولو ادعا کونکو ( اشاره یې لومړي وزیر نوازشریف ته ده ) دهیواد اقتصاد تباه کړی دی .
هغه وویل په سوریې کښې جنګ په زیاتیدا دی او پاکستان باید دسوریې په اوور کښې ښکیل نشي .
هغه وویل دپاکستان حکومت سعودي عربستان او سوريې ته دعسکرو د استولو په باره کښې داوازو په اړه خپل دریځ واضح کړي .
Add new comment