داروپائی پارلیمان دپریکړلیک مسوده دایران په کورنیو چاروکې ښکاره لاسوهنه ده
دایران داسلامی شورا دملی امنیت او بهرنی سیاست دکمیشن مشر علاءالدین بروجردي داروپائی پارلیمان دبهرنی سیاست دکمیشن دایرانی ضد پریکړه لیک دمسودې په غبرګون کې زیاته کړې هغه څه چې مسلم دي دایران په اسلامی جمهوریت کې به داروپائی پارلیمان دبهرنی سیاست دکمیشن له خوا مطرح شوي موضوع ونه مني
هغه همداراز په تهران کې داروپائی اتحادئې ددفتر جوړیدا او داروپائی پارلیمان دبهرني سیاست دکمیشن دپریکړه لیک مسودې ته په اشارې سره وویل ، ایران ته په سفر کې داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دمسئولې نه بخښونکي تیروتنې او همداراز داروپائی پلاوي دورته اقدام ته په پام سره په تهران کې داروپائی پارلیمان ددفتر دپرانیستو لپاره هیڅ زمینه وجود نه لري
داروپائی پارلیمان دبهرنیو اړیکوکمیشن ددوشنبې په ورځې دایران په وړاندې داروپائی اتحادئې دسټراټيجۍ په باب دیوه پریکړه لیک مسودې په باب رائ اچولي او بیا ئې تصویب کړې ده
ټاکل شوې ده چې دغه پریکړه لیک داروپائی پارلیمان په هراړخیزې ناستې کې چې نن په سټراسبرګ کې ترسره کیږي دبحث او ورپسې درایو لپاره وړاندې شي .
Add new comment