د حزب الله له ګډون پرته په لبنان کښې ملي خبرې اترې معنا نه لري
د لبناني ځواکونو د ګوند مشر ټینګار وکړ چې د حزب ا... له ګډون پرته ملي خبرې اترې بې ګټې دي
د (لبناني ځواکونه) په نامه ګوند مشر سمیر جعجع پرون له الجدید نومي لبنان چینل سره په خبرو کښې وویل: په ملي خبرواترو کښې له شتون څخه د حزب ا... غورځنګ په ډډه کونې سره په دغو خبرواترو کښې ګډون ته هیڅ اړتیا نشته.
میشل سلیمان چې د ولسمشرۍ د دورې ختمیدو ته یې له دوو میاشتو لږ وخت پاتې دی، په دې وروستیو کښې سیاسي ډلې او ګوندونه د لبنان د دفاعي سټراټیجۍ د څیړنې په چوکاټ کښې په ملي خبرواترو کښې ګډون ته بللي وو.
د دغې بلنې په ځواب کښې حزب ا... اعلان وکړ چې د لبنان د دفاعي سټراټیجۍ د څیړنې په ځانګړو خبرواترو کښې چې ټاکل شوې نن پیل شي، ګډون نه کوي.
Add new comment