د آب او هوا بدلون او ګرمېدو، بشر له نویو خطرونو سره مخ کړی
دا خبرداری د ملګرو ملتونو په ساینسي راپور کې ورکړ شوی دی.
د ملګرو ملتو دغه راپور وایي، په آب او هوا یا اقلیم کښې سخت بدلونونه پیل شوي او دا بدلونونه به د لوږې، ناروغیو، شخړو او کډوالۍ ستونزې چې همدا اوس ورسره نړۍ لاس او ګریوان ده؛ نور هم زیات کړي او د ټولنې د عصري کېدو مخه به ونسي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي؛د اقلیم د بدلون خطرونه به لومړی ځمکه او حیوانات وځپي او دغه راز به سمندري موجوداتو ته زیان واړوي.
د ملګرو ملتونو دا رپور نن سهار د جاپان په یوکوهاما ښار کې د اقلیم د بدلون په اړه له جوړیدونکې غونډې مخکې خپور شو.
Add new comment