دبحرین دیکتاتور رژیم په لسګونو ماشومان او ځوانان ونیول
دبحرین امنیتي ځواکونو په کرانه سیمه کښې په لسګونو ماشومانان او ځوانان ونیول .
صوت المنامه خبري سایټ راپور ورکړ د بحرین دال خلیفه رژیم ځواکونو بیګا په کرانه سیمه کښې د نورانا ساحل په کلابند کولو سره په دغه سیمه کښې ټول موجود کسان ونیول .
اکثره نیول شوي کسان ځوانان او ماشومان دي او دهغوې دنیولو علت تراوسه نه دی معلوم شوی .
عیني کتونکو وویل چې دبحرین امنیتي ځواکونو له سمندر او وچې څخه په ساحل کښې په موجودو خلکو یرغل وکړ او د تیت پرک جنګونو له رامینځته کیدا وروسته یې اوښلن ګازونه وشیندل .
د بحرین ګڼ شمیر خلک د حمد ښارګي دپولیسو مرکز مخ ته راغونډ شوي دي چې د نیول شویو خلکو دبرخلیک په باره کښې خبر ترلاسه کړي .
د ستره او نویدرات په شمول د بحرین دمختلفو سیمو وسیدونکو هم له هغو ښاریزو سره د پیوستون د اعلانولو په هدف سره چې د بحرین د ال خلیفه رژیم قضايي ادارې هغه بندیان کړي دي مظاهرې و کړې .
Add new comment