د تهران د جمعې لمانځه خطبه
د تهران د جمعې لمانځه خطیب، د پاکستان په خاوره کې د ترهه ګرو په لاس د ایرانیو پوله ساتونکو شهادت او د نورو څلورو پوله ساتو ګواښیدنه، د ایران د ولس لپاره د نه منلو وړ وبلله.
ایت الله سید احمد خاتمي د جمعې په خطبو کې په دې بیان سره چې دایران اسلامي جمهوریت به په پینځو تښتولو شویو پوله ساتونکو کې د یو د وژلو او د څلورو د ګواښلو په مساله کې د جیش العدل د ډلې له جنایته په اسانۍ سره تیر نه شي ، ټینګار وکړ: د پاکستان دولت باید د دغه جنایت ځواب ووایي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې په ټینګار سره چې د سیمې یو عرب دولت په سوریې ، ایران ، عراق او د سیمې د نورو هیوادونو په ترهه ګرو عملیاتو کې لاس لري زیاته کړه : د پاکستان چارواکي باید پرې نه ږدي چې دغه هیواد د ترهه ګرو د فعالیت لپاره په مناسب ځای بدل شي.
ایت الله خاتمي د ایران له مقاماتو وغوښتل چې د جیش العدل ترهه ګره ډله د ریګي د ترهه ګرې ډلې په شان له مینځه یوسي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د نوي لمریز کال په رابره کیدو د مبارکۍ په ترڅ کې د رهبرۍ د ستر مقام له خوا په هغه د « په ملي عزم او جهادي مدیریت سره اقتصاد و کلتور» د نوم کیښودلو په هکله وویل : د ایران ټول وولس او چارواکي باید پّ نوي کال کې د دغه مهمو چارو د پرځایښت لپاره زیار وباسي.
ایت الله خاتمي په دې بیان سره چې اقتصاد باید کلک وي او دننیزه بڼه ولري جوته کړه : مقاومتي اقتصاد دولتي نه دی بلکه د خلکو په چورلیز ولاړ وي او د ایرانیو ښاریزو ژوند سرڅڼه کوي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ : د اسلامي انقلاب د مشر د وینا مطابق د کلتور ډګر تر اقتصاده هم مهم دی نو مسوولان باید د ایران د کلتور چې خلکو ته عزت او سترتوب ډالۍ کړي ساتونکي وي او دغه فرهنګ بې له دین او دینی ارزښتونو بل فرهنګ نه شي کیدلی
Add new comment