ډير زر به د ایران ختیځې پولې د ترهه ګرو له وجوده پاکې کړی شي

د اسلامي ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر  وویل  ډير زر به د ایران ختیځې پولې  د ترهه ګرو له وجوده پاکې کړی شي.
امیر البحر علی شمخانی  له فارس خبري اژانس  سره په مرکه کې  وويل : د ایران د ختیځو پولو د حفاظت لپاره یو جدي پروګرام د اسلامي ایران د پولیسو لخوا برابر کړی شوی  او ډیر زر به  د جیش العدل په شان ترهه ګرې ډلې ختمې کړی شي.
شمخاني  له پاکستان سره په پوله کې د ایرانیو پوله ساتونکو تښتول کیدو ته په اشارې سره  زیاته کړه  د دغه پیښې یو دلیل  خپلو پولو ته د ګاونډیو هیوادونو بې پامي ده .
 د ایران د ملي امنیت د شورا مشر دم ګړۍ د ایران امنیت ښه وباله او وې ویل  د خیتځو پولو سرڅڼه کول او د  ترهه ګرو پیښو د تکرار مخ نیوی د ایران د امنیتي ځواکونو  په پلان کې شامل دي.  ده  د جیش العدل په شان ډلو سره مقابله د اسلامي ایران د ځواکونو لپاره ډیر اسان کار وباله  او  وې ویل  ایران د  انقلاب په پینځو دیرشو کلونو کې د دغه شان ترهه ګرو ډلو مشران پّ ګوڼدو کړې دي.

Add new comment