پاکستان د سوریې په هکله دامریکا ادعا رد کړه
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر د سوریې په خاوره کې د پاکستاني القاعدې د شتون په هکله د امریکایی مقاماتو ادعا رد کړه .
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د اطلاع رسولو وزیر پرویز رشید نن له خبریالانو سره په مرکه کې د نورو هیوادونو په نیابتي جنګ کې د اسلام اباد هر ډول شتون رد کړ او وې ویل پاکستان د نورو هیوادونو پّ کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه پریږدي چې نور هیوادونه هم د پاکستان په کورنیو چارو کې ګوتې ووهي.
هغه زیاته کړه : ځینې عناصر هڅه کوي د غیر واقعي خبرونو په خپرولو سره پاکستان بدنام کړي.
د امریکا سي آیی ای پرون په یو راپور کې ادعا وکړه چې د القاعدې مشران منجمله ایمن الظواهري اوس هم په پاکستان کې دي او غواړي سوریې ته د وسلوالو کسانو په استولو سره له دغه هیواده په امریکا او اورپا د حملې لپاره د یوې اډې په توګه استفاده وکړي.
د سي آیی ای په ادعا د القاعدې زیاتره غړي د پاکستان په قبایلي سیمو کې زده کړې کوي.
پاکستان ته د عربستاني مقاماتو د تګ راتګ د زیاتیدو او دغه هیواد ته عربستان له خوا د یو نیم میلیارد ډالرو د تحفې له ورکول کیدو وروسته داسې خبرونه تادوه شول چې عربستان له پاکستانه غوښتې چې د سوريې په جنګ کې د بشار اسد د دولت له مخالفو ترهه ګرو ډلو سره مرسته وکړي.
Add new comment