لشکر جنګوي د پاکستان د پيپلز پارتۍ مشر په مرګ وننګاوه
د ایرنا د راپور له مخې د پاکستان لشکر جنګوي ډلې ګواښ وکړ چې د بې نظری بوټو او آصف علي زرداري زوی بلاول بوټو زرداري به ووژني .
په راپور کې راغلي د پاکستان د پخواني ولس مشر زوی چې اوس د پيپلز ګوند مشری کوي د لشکر جنګوي ډلې له خوا یو له ګواښونو ډک لیک تر لاسه کړی چې نوموړی په کې په مرګ ګواښل شوی دی .
هغه په ټیو تر کې ولیکل د پنجاب صوبايي حکومت د نوموړي د ژوند مسئول دی .
د پنجاب صوبې اعلی وزیر محمد شهباز شریف پولیسو ته حکم کړی وضعیت له نږدې وڅاري او د پيپلز ګوند د مشر د امنیت د ټينګښت لپاره ټول لازم تدابیر په پام کې ونیسي .
بلاول بوټو له حکومت غوښتي د لشکر جنګوي پر ضد پراخ وسله وال عملیات تر سره کړي .
د پاکستان د پخواني حکومت د کورنیو چاو وزیر او د پيپلز ګوند یوه مشر رحمان ملک ویلي دا د طالبانو له خوا له حکومت سره د اور بند ښکاره ماتول دي .
د لشکر جنګوي ډله د پاکستان په پنجاب صوبه کې نفوذ لري او دا صوبه ېې کلک سنګر ګڼل کیږي .
Add new comment