پاکستان د ایراني پوله ساتونکي شهادت وغانده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیانیه کې د یوه تښتول شوي ایراني پوله ساتونکي شهادت وغانده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، تسنیم اسلم، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې اسلام آباد هرډول ترهګر اقدام  د نړۍ په هر ګوټ کې غندي.
تسنیم اسلم ټینګار وکړ چې د ایراني پوله ساتونکي شهادت ډېر خواشینونکی دی او موږ ددغه شهید له کورنۍ او نورو هغو ایراني پوله ساتوونکو له کورنیو سره چې د ترهګرو په بند کې دي، د پیستون اعلان کوو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د جیش العدل په نامه ترهګرې ډلې له خوا د ایراني پوله ساتوونکو د تښتول کېدو د پېښې پّ اړه وویل چې د پاکستان دولت او پاکستاني ځواکونو ددې پوله ساتوونکو د بند د ځای په نښه کولو لپاره لازم اقدامات کړي دي.
نوموړې زیاته کړې ده چې اسلام آباد له ایران سره د ګډې ملګرتیا او ددې پېښې په اړه د معلوماتو او باوري جزئیاتو د تبادلې لپاره چمتو دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مرضیه افخم د تېرې سه شنبې په ورځ، ویلي و چې د پاکستان دولت د ایراني پوله ساتوونکي د شهادت د ځواب ویلو مسوول دی.

Add new comment