د اسلامي انقلاب د معظم لارښود له نظره له سختیو د وتلو لارې چارې

د اسلامي انقلاب لارښود حضرت آیت الله خامنه ايي یوالی ایمان او مقاومت د سختیو او ستونځو په وړاندې د ایران د ملت د بریالیتوب او د دوښمن د ماتې راز وباله
هغوی د راهیان نور د زیارت کوونکو د زرګونو کسانو په ټول کې چې د خوزستان ولایت د کارون سیمې په ختیځ کې د آبادان د محاصرې د ملاتولو د عملیاتو له عمومي سیمې ېې لیدنه کوله د مقدسې دفاع پر مهال د ایران د ملت د بریالیتوب راز د هغوی په دریو عناصرو ایمان یوالي ، مقاومت او دریدا کې وباله .
د اسلامي انقلاب لارښود همداراز د مقدسې دفاع پر مهال د ایراني جنګیالیو او شخصیتونو د مجاهدتونو او قربانیو د یاد د ژوندي پاتې کیدوپه اړتیا  هم ټينګار وکړ .
د آته کلنې مقدسې دفاع له بیلابیلو عملیاتي سیمو د ایران د خلکو په تیره د ځوان نسل د لیدنې لپاره د زمینو برابرول د دوښمنانو په وړاندې د مقاومت د کلتور د ژوندي ساتلو او نوي او ځوان نسل ته د هغو د انتقال لپاره د ایران د اسلامي جمهوري نظام له تدابیرو یو دی .
په همدې اساس د اسلامي انقلاب معظم لارښود د نوروز د رخصتیو او همداراز د کال په اوږدو کې د مقدسې دفاع له عملیاتي سیمو د خلکو د بیلابیلو پاټکیو لیدنه یو عاقلانه ارزښتمن او غوره اقدام وباله .
د مقدسې دفاع پر مهال د ایران د ملت عظیمې لاس ته راوړنې د اسلامي انقلاب په وروستیو پړاوونو په تیره د بیارغونې په پړاو کې چې د جګړې ورانۍ بیرته ترمیم شوې او همداراز د ایران د ملت  دوروستيو نورو بریالیتوبونو پر مهال چې د دوښمنانو له دوښمنیو سره په څنګ کې ېې د عدالت او پر مختګ لپاره زمینه برابره کړه ډيرې مهمې وې .
په دې وروستیو کلونو کې چې امریکا او اروپا د اتومي پروګرام په پلمه د ایران په دولت او ملت غیر قانوني ،غیر انساني او ظالمانه بندیزونه ولګول له سختیو،ستونځو او کړاوونو د وتلو لپاره د مقدسې دفاع د مهال تجربې له هغو سختیو د وتلو لپاره هم ډيرې مفیدې ثابتې شوې چې لودیځ اوس مهال د ایران په وړاندې جوړې کړې دي .
له داخلي توان او ځواک د ګتې اخیستنې تر څنګ په ایمان یوالي او مقاومت تکیه هغه عناصر ؤ چې د ایران د ملت په وړاندې د آته کلنې تپل شوې جګړې پر مهال د دوښمن د ماتې سبب شوې او همدې عناصرو په دې وروستیو کلونو کې د ایران  په وړاندې د لودیځ د بندیزونو سیاستونه هم له ماتې سره مخ کړي دي .
د سیاسي او اقتصادي فعالانو په باور له موجودو منابعو په استفادې د داخلي اړتیاؤؤ د پوره کولو لپاره په ټولو زمینو کې کار اخیستو چې د دوښمن په وړاندې د خلکو یوالی او اتحاد ثابتوي داسې شرایط را منځته کړل چې دوښمن ېې مجبور کړ له تهران سره د پنځه جمع یو ډلې د خبرو اترو په چوکاټ کې پر ایران لګول شوي بندیزونه کم کړي .
په تیره دا چې د پنځه جمع یو ډلې د غیر قانوني غوښتنو په وړاندې د ایران د مرکچي ټيم مقاومت د دې لامل شو چې ایران تر پخوا ډير د سوله ایزې اتومي انرژۍ د په لاس راوړلو په چوکاټ کې خپلو موخو ته ورسي او وکولای شي د نورو ټولو ملتونو او دولتونو لپاره یوه بیلګه وګرځي کوم چې له سترو او زبر ځواکونو هیوادونو په استقلال او خپلواکۍ باور لري .
په همدې اساس حضرت آیت الله خامنه ايي د نړی ټولو ملتونو ته خپلو موخو ته په رسیدا کې مجاهدت او مقاومت د ایران د اسلامي انقلاب  یو ستر درس وباله .
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له خوا د مقاومتي اقتصاد د کلي سیاستونو ابلاغولو او په نوي کال کې په ملي عزم ، ارادې او جهادي مدیریت ،د کلتور او اقتصاد د تحقق د اړتیا په اړه د هغوی د نوروزي پیغام ته په پام سره له دا ډول شرایطو د وتلو او عبور راز دری عناصر ایمان اتحاد او دریدا یا مقاومت دی .

Add new comment