مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې
د فارس خليج د همکارۍ شورا په تېره هفته کښې د خپلو غړيو د اختلافاتو او د هغوي له ډول ډول نظرياتو سره مخامخه وه.
په عراق کښې تېره اونۍ يو ځل بيا په مختلفو سيمو کښې يو لړ سختې چاودنې او دهشتګردانه عمليات رامنځته شول چې له امله يې په سلګونو عراقيان ووژل شول او يا زخميان شول.
د سوريې د فوځ له مېداني کاميابيو وروسته تېره اونۍ د دغه هېواد له مختلفو سيمو څخه د ترهه ګرو تېښته ډېره زياته شوه.
د تمام سلام حکومت تېره اونۍ د لبنان له پارلېمانه د اعتماد راې واخېسته.
مصر هم تېره اونۍ د ناامنۍ په تېره بيا د اخوان المسلمين د پلويانو او د کودتائي حکومت ترمېنځ د نښتو کتونکے ؤ.
د بحرېن باچا تېره هفته پاکستان ته په سفر سره د دغه هېواد د خلقو احتجاج راوپاروۀ. په بحرېن کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي هم هغه شان دوام لري. د بحرېن د دفاع وزير سټاف برېګېډيئر حمد بن علي العطيه هم تېره هفته په لندن کښې له خپل انګرېز همسنګ فېلېپ هېمونډ سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د انرجۍ په چارو کښې د عراق د وزيراعظم مرستيال حسېن شهرستاني تېره اونۍ د سومو نومې شرکت له لارې د د غې سيمې د تېلو د صادراتو په باره کښې د کردستان سيمې د چارواکو له وړانديز څخه هرکلے وکړ چې د اپرېل په دېرشمه نېټه د پارلېماني انتخاباتو په درشل کښې د بغداد د مرکزي حکومت او کردستان سيمې ترمېنځ نسبي ارامښت ټينګ شي.
د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو خصوصي رپوټر رېچرډ فالک تېره جمعه په خپل يو خصوصي رپوټ کښې چې ټاکلې شوې ده تر څو نورو ورځو پورې به د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په شورا کښې خپور شي د صهيونېسټ رژيم د قبضې په سيوري کښې د فلسطينيانو حالات سخت بيان کړل.
د لېبيا حکومت تېره هفته په دغه هېواد کښې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره له نړيوالو ټولنو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د لېبيا له ملي کنګرې سره وابسته سرچينو هم تېره اونۍ د دغه هېواد د ختيځ له وسله والو ډلو سره د طرابلس د حکومت د غېر رسمي خبرو اترو له شروع کېدو څخه خبر ورکړ.
صهيونېسټو فوځيانو تېره هفته يو ځل بيا د مسجدالاقصی په حريم باندې يرغل وکړ او اقصی جومات ته له پنځوسو کالو نه د کم عمر فلسطينيانو له داخلېدو څخه يې مخنيوے وکړ.
د صهيونېسټ رژيم د جنګ پخواني وزير موشه آرنز تېره اونۍ اعتراف وکړ چې د اوسپنيز ګنبد سېسټم له کاره لويدلے دے او يوازې د اسرائيلو د فوځ لګښتونه يې زيات کړي دي.
د فارس خليج د ملګرتيا شورا تېره اونۍ له تاو تريخوالې نه ډکې ورځې تېرې کړې چې له يوې خوا هم د دغه تنظيم وجودي فلسفه نوره څه معنا ونلري او هم دا چې د تنظيم د غړيو ترمېنځ مشترک عوامل په مختلفو نظريات لرونکو عواملو بدل شي.
د فارس خليج د ملګرتيا د شورا او قطر د غړيو ترمېنځ د اختلافاتو له زياتېدو ورسته د دغې شورا د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تېره اونۍ فېصله وکړه چې له دې وروسته به خپلې غونډې د قطر د پائېتخت دوحې په ځاے د سعودي عربستان په پائېتخت رياض کښې جوړې کړي. د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د غړيو هېوادونو د ساحلي ګارډ غونډه هم چې ټاکلې شوې وه تېره اونۍ په دوحه کښې وشي لغو شوه.
له دې سره سره قطر چې له تېرو مياشتو راهسې د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د نورو غړيو په تېره بيا د سعودي عربستان، اماراتو او بحرېن له قهر او غضب سره مخامخ شوے ؤ تېره اونۍ شلو مشهورو او سرمايه دارو بحريني کورنيو ته چې د منامې د سياستونو مخالفې دي قطري تابعيت ورکړ چې حتی د تېرې اونۍ د وړومبيو وختونو په نسبت اختلافات لا زيات شول.
له قطر سره د سعودي عربستان، اماراتو او بحرېن اختلافات د سوريې په بحران کښې د دوحې له ماتې وروسته شروع شول، ځکه چې په قطر کښې د اقتدار انتقال چې په سوريې کښې له ماتې وروسته رامنځته شو د دې سبب شو چې د بحرېن نوے امير په سوريې کښې له فعاله مداخلت کوونکي سياست څخه د څنګته کېدو په ترڅ کښې محتاط مداخلت کوونکے سياست په خپله اېجنډا کښې راولي او د تېر وخت په شان د سوريې په کړکېچ کښې له سعودي عربستان سره غږمله نۀ وي.
له بلې خوا قطر په سيمه ايزو سياستونو کښې هم د ملګرتيا د شورا له نورو غړيو سره په پرتله کښې يو بيله تګلاره په مخکې ونيوه. قطر په خاصه توګه د مصر په کړکېچ کښې له اخوان المسلمين څخه د ملاتړ په ترڅ کښې د محمدمرسي د حکومت په خلاف په فوځي کودتا باندې نيوکه وکړه.
له دې امله د قطر ځوان امير شېخ تميم د رياض د موافقه ليک اجرائي پاليسي چې د فارس خليج د شورا د هېوادونو له مخالفينو څخه په نه ملاتړ او ورته د تابعيت له ورکولو نه په ډډه کولو او د اخوان المسلمين له ډلې څخه د ملاتړ په ختمولو تاکيد لري لاسليک نۀ کړه چې د دې امله سعودي عربستان، بحرېن او اماراتو د روان ميلادي کال د مارچ په وړومبيو وختونو کښې خپل سفيران د قطر له پائېتخت دوحې څخه وبلل. له دغه تاريخ نه وروسته له قطر سره د سعودي عربستان، اماراتو او بحرېن په تعلقاتو کښې تريخوالے زيات شوے دے او تېره اونۍ خپل اوج ته ورسېد.
د عراق مختلفې سيمې تېره هفته يو ځل بيا د دهشتګردانه او د چاودنو د عملياتو د زياتېدو کتونکے ؤ. دغه پېښې د تېرې اونۍ په وروستيو وختونو کښې زياتې وې. د عراق په مختلفو سيمو کښې د جمعې په ورځ د دهشتګردانه حملو له کبله تقريباً 45 تنه مړۀ او اتيا نور زخميان شول. د دغو حملو له کبله د تېر زيارت په ورځ هم اتۀ تنه مړۀ او څوارلس ژوبل شوي وو. د عراق روغتيائي سرچينو هم د تېرې شروع په ورځ د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې په وسله والو حملو او چاودنو کښې د دوه دېرش تنو له وژل کېدو او لسګونو تنو له زخمي کېدو څخه خبر ورکړ چې په وژل شويو او زخمي شويو کسانو کښې ښځې او ماشومان هم شامل وو. سخت چاودېدونکي او دهشتګردانه عمليات په الانبار، دياله، کرکوک او صلاح الدين صوبو کښې رامنځته شول.
د عراق فوځ هم تېره اونۍ د ترهه ګرو ډلو په خلاف خپلو عملياتو ته دوام ورکړ. د عراق امنيتي ځواکونه د خالي په شپه د فوځي هيلي کاپټرونو په ملاتړ سره د بعقوبې د شمال ختيځ له يو کلي څخه له داعش دهشتګردې ډلې سره د وابسته وسله والو کسانو په شړلو کښې کامياب شول. د عراق فوځي يونټونو د هوائي ځواک په ملاتړ سره وکړې شول د بغداد او کرکوک ترمېنځ سرحه نومې کلے د داعش له دهشګردو عناصرو څخه پاک کړي او دغه کلے تر خپل کنټرول لاندې راولي. د عراق امنيتي ادارو هم تېره اونۍد بعقوبې د جنوب په اتۀ کېلومېټرۍ کښې د بهرز سيمې په خواو شا زراعتی زمکو کښې په ترهه ګرو باندې اوۀ مخنيوونکې حملې وکړې. په دغو عملياتو کښې د داعش د تر هه ګرو د راغونډېدو ځاے چې ځانونه يې په دغه سيمه او چاپېره سيمو کښې د بلوو او ناامنۍ رامنځته کولو په خاطر د بهرز نومې عملياتو لپاره چمتو کړي وو د خپلو حملو هدف وګرځوۀ چې له ماتې سره د بهرز نومې عملياتو د مخامخونې په ترڅ کښې يې د داعش د دريو مهمو قوماندانانو په شمول اتۀ تنه ترهه ګر هلاک کړل.
سوريه تېره اونۍ د ترهه ګرو ډلو په خلاف د دغه هېواد د فوځ د مهمو مېداني کاميابيواو په پراخه توګه د ترهه ګرو د تېښتې کتونکې وه.
د سوريې فوځ تېره هفته د خپلو توپونو او هوائي ځواکونو په ملاتړ سره د حلب په مختلفو سيمو کښې د دهشتګردو د سنګرونو په خلاف خپل پراخه فوځي عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کښې په سلګونو دهشتګرد مړۀ او ژوبل شول.ترهه ګرو هم په مختلفو سيمو په تېره بيا په هغو ټنلونو کښې چې په دغو سيمو کښې يې جوړ کړي وو د بمونو په چاولو سره کوشش وکړ چې د سوريې د فوځ د پرمختګ او د ترکنټرول لاندې سيمو د نيولو مخنيوے وکړي. داعش ترهه ګرې ډلې اعتراف وکړ چې د حلب ښار په شمال ختيځ کښې يې خپل درې نامتو او مهم قوماندانان له لاسه ورکړي دي.
د سوريې فوځ د القلمون سيمې د ازادولو عملياتو ته هم تېره اونۍ دوام ورکړ. د سوريې فوځي ځواکونه په القلمون سيمه کښې د راس العېن ښارګي د کنټرول په حاصلولو کښې کامياب شول او دغه عمليات هم هغه شان دوام لري.
د سوريې فوځي او وسله والو ځواکونو په حميص صوبه کښې هم د يو لړ پراخو عملياتو په ترسره کولو سره وکړې شول الحصن نومې تاريخي قلا په کامله توګه د دهشګردو وسله والو عناصرو له وجوده پاکه کړي.
يو مهم ټکے چې د سوريې د تېرې اونۍ په واقعاتو کښې موجود ؤ له دهشتګردو ډلو څخه د ترکيې بيا ملاتړ ؤ. نو ځکه دمشق ملګرو ملتو ته په يو ليک کښې تاکيد وکړ چې د ترکيې فوځ له هغو وسله والو مخالفانو څخه چې د سوريې خاورې ته ننووځي لاجېسټکي ملاتړ کوي.
د سوريې ولسمشر بشار اسد هم تېره اونۍ په خپله يوه وېنا کښې چې د معلم د ورځې په مناسبت يې وکړه وويل چې د سوريې عوام د جهالت او ړندو افکارو په خلاف جنګ سره مخامخ دي چې ټولنه او راتلونکي نسلونه ګواښي. بشار اسد د هغو مېړنو معلمانو قدرونه او مننه وکړه چې د ترهه ګرو تکفيري ډلو د ګواښ په وجه ونۀ ويرېدل او هېواد يې پرې نښود.
لبنان تېره اونۍ له يوې خوا د تمام سلام کابينې ته د پارلېمان د اعتماد د راې او له بلې خوا په ختيځو او شمالي سيمو کښې د ناامنۍ د دوام کتونکے ؤ.
د لبنان د پارلېمان استازيو تېره اونۍ د زيارت په ورځ د تمام سلام کابينې ته د اعتماد راې ورکړه او د دغه حکومت وزارتي بيانيه يې چې د صهيونېسټ رژيم په خلاف په مقاومت کښې د لبنان د ملت په حق باندې تاکيد کوي په حتمي توګه تصويب کړه.د تېر خالي په ورځ د لبنان د پارلېمان له 128 استازيو څخه 101 استازيو د تمام سلام کابينې ته د اعتماد د راې په غونډه کښې ګډون وکړ. د لبنان د پارلېمان د تېر زيارت د ورځې په غونډه کښې له حاضرو 101 استازيو څخه 96 استازيو د تمام سلام په مشرۍ د لبنان نوي حکومت ته د اعتماد راې ورکړه. څلورو استازيو مخالفه او يو استازي هم ممتنع راې ورکړه. استازيو د تمام سلام د حکومت وزارتي بيانيه هم تصويب کړه. د تمام سلام د حکومت په وزارتي بيانيه کښې تاکيد شوے دے چې د لبنان حکومت وظيفه لري چې پکار دي د صهيونېسټ رژيم له قبضې څخه د شبعا د زراعتي زمکو، د کفرشوبا د لوړو او د الغجر ښارګي د لبناني برخې د ازادولو لپاره په ټولو مشروعو وسائلو سره هڅه وکړي. په دغه بيانيه کښې همدارنګ د صهيونېسټ رژيم له نيواک سره په مقابله کښې د لبنانيانو د مقاومت په حق باندې تاکيد وشو.
تېره اونۍ لبنان له سياسي بدلونونو نه علاوه په مختلفو سيمو په تېره بيا په ختيځي او شمالي سيمو کښې د ناامنۍ د دوام کتونکے ؤ چې د سوريې د کړکېچ له اثره رامنځته شوه. د سوريې د لويديځ په يبرود سيمه کښې د پرتو ترهه ګرو د سټراټيجۍ په ماتې خوړلو سره له يونيم زرو نه زيات تکفيري دهشتګرد د لبنان خاورې ته وتښتېدل او د لبنان د شمال په طرابلس او د دغه هېواد د ختيځ د عرسال ښارګي په لوړو کښې د ګډوډيو د رامنځته کولو سبب شوي دي.د تېرې اونۍ په وروستيو کښې د طرابلس ښار د جبل محسن او باب التبانيه سيمو ترمېنځ سختې نښتې وشوې چې په دغو نښتو کښې له درنو ګوليو او ډزو استفاده شوې ده.
خبري سرچينو د طرابلس ښار په نښتو کښې د پنځويشتو تنو له وژل کېدو او د 175 تنو له زخمي کېدو څخه خبر ورکړ.
د لبنان په مختلفو سيمو کښې د ناامنيو زياتوالي د دغه هېواد د حکومت غبرګون په ځان پسې لرلے دے. د لبنان ولسمشر مېشل سلېمان او وزيراعظم تمام سلام د لبنان له وزيرانو او فوځي او امنيتي قوماندانانو سره د تېرې شروع په ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د لبنان د عرسال سيمې او د دغه هېواد د ختيځ او د شمال د طرابلس د حالاتو د څېړلوپه خاطر يوه امنيتي غونډه وکړه. تمام سلام د لبنان د فوځ له قوماندان جان قهوجي سره په تماس کښې تاکيد وکړ چې د ضرورت په صورت کښې دې د طرابلس او عرسال ښارونو د امنيت د ثبات د ستنولو لپاره له اوسپنيزو لاسونو استفاده وکړي. د لبنان فوځ هم د يوې بيانيې په صادرولو سره تاکيد وکړ چې د لبنان په شمالي سيمو په تېره بيا د عرسال او اللبوه په شمول د سوريې له پولو سره نزدې سيمو کښې امنيتي تدابير زيات کړي دي.
Add new comment