په یمن کې د امنیتي بدلونونو دوام
د یمن په عمران ولایت کې د اوربند لپاره د حوثیانو او ددغه هېواد د ولسمشرۍ ریاست پورې اړونده کیمټې ترمنځ موافقه، د نا پېژاندو وسله و الو په برید کې د ۲۶ پوځيانو مرګ ژوبله او د یمن په وروستیو امنیتي بدلونونو او نا منیو کې د القاعدې د ځواکونو پر رول د خبري سرچینو اعتراف ګڼل کېږي.
د عربستان چاپ، عکاظ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې، د یوه قبایلي مشر په حواله لیکلي: په عمران ولایت کې د اوربند لپاره د یمن پر ولسمشرۍ ریاست پورې اړونده کمیټې او حوثیانو ترمنځ موافقه شوې او نښتې بندې شوې دي.
دې عربستانۍ ورځپاڼې زیاته کړې ده چې دواړو لوریو موافقه کړې ده چې د و لسمشر، عبدربه منصور د بېرته را ګرځېدو تر وخت پورې چې په کویټ کې د عربي مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی ، د نهايي موافقې په اړه د پرېکړې کولو ته منتظر پاتې شي.
د یمن د بدلونونو په اړه بل خبر دادی چې وړمه ورځ نا پېژاندو وسله والو د یمن په سویل ختیځ کې، د حضرموت ولایت د مرکز، د مکلا ښار په ریده سیمه کې د یمن د پوځ د تلاشۍ پر یوه مرکز په برید سره، شل پوځيان وژلي او ۶ ټپيان کړي دي.
ددې برید وروسته، د یمن د کورنیو چارو وزیر، حسین الترب، امر کړی چې، د حضرموت امنیتي مسوول او په حضرموت کې د امنیتي سیمې قوماندان، فهمي محروس دې ونیول شي.
په حضرموت ولایت کې یوې مسوولې امنیتي سرچینې هم د المکلا ختیځ لوري ته په ۲۰۰ کیلومټرۍ کې، په الریده سیمه کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر یوه مرکز ددوشنبې ورځې په برید کې القاعده پر لاس ددرلودلو تورنه کړه.
د میډل ایست انلاین خبري سیایټ هم د یمن د نا امنیو په اړه په یوه رپوټ کې لیکلي دي: د کار پوهانو په باور، په یمن کې د القاعدې ناڅاپه فعالیدل د سوریې د پېښو په ځانګړې توګه دې کړکیچ ته د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم (( داعش)) ډلې د ننوتلو تر اغیزې لاندې دي.
ددې خبر له مخې، په سوریه کې د القاعدې د یوې څانګې په توګه د النصره جبهې او دداعش ډلې ترمنځ د سختو اختلافونو سره سره، داعش په یمن کې د القاعدې په فعالولو کې پراخ رول لري، داسې چې د یمن القاعده له داعش سره د خپل اړوند والي مسئله نه پټوي او د یمن د القاعدې یو مشر، مامون حاتم په وار وار له داعش خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
نا امنۍ یو له هغو مهمو معضلو څخه دی چې د منصور هادي دولت په یمن کې په دوو تېرو کالو کې ورسره مخامخ دی.
د امنیتي او استخباراتي ارګانونو کمزورتیا او د القاعدې په شان ترهګرو ډلو شتون په یمن کې د ناامنۍ د پراختیا یو اصلي عامل ګڼل کېږي.
د یمن ولسمشر، عبدربه منصور هادي، څه وخت مخکې د یمن د امنیتي ارګانونو پر کمزوري کړچار په نیوکې سره، اعلان وکړ چې د ترهګرو بریدونو زیاتېدل، د یمن د امنیتي ارګانونو د کمزوري کړچار ښودنه کوي.
Add new comment