داعش ترهګره ډله له ماشومانو د ترهګرو حملو لپاره استفاده کوي
دام پریس خبري سایټ راپور و رکړ داعش ترهګره ډله د سوریې په الطبقه ښار کښې پنځوسو(۵۰) ماشومانو ته چې عمرونه یې له اوو(۷) څخه تر دیارلس (۱۳) کلونو پورې دي دترهګرۍ روزنه ورکوي چې هغوې نوي پوځي تشکیلاتو ته ورننباسي او دخپلو جنایتونو او ترهګرو حملو دترسره کولو لپاره له هغوې ناوړه استفاده وکړي .
دداعش ترهګرې ډلې سرغني د ماشومانو د مغزو په وینځلو سره په اسانۍ سره له هغوې دترهګرو عملیاتو دترسره کولو لپاره استفاده کوي او دغه کار دترهګرو لپاره هیڅ مادي لګښت نلري داپه داسې حال کښې دي چې د غټو سړیو په باره کښې داعش ترهګره ډله مجبوره ده چې غالبا له و سوسو په ډکو ژمنو ورکولو سره هغوې جذب کړي .
بل خبر داچې د سوریی پوځیان بریالي شول ددغه هیواد په لویدیځ کښې دلاذقیه په شمالي سیمه کښې د النسر ستراتژیکو لوړو د بیرته نیولو په ترڅ کښې هلته خپل سنګرونه پیاوړي کړي .
په لاذقیه کښې د سوريې دپوځ په عملیاتو کښې د ابورشاد په نوم دالنصره ترهګرې ډلې یو مشر ووژل شو.
دسوريې پوځ دغه راز د جاسوسۍ یو بالون چې ترکیې وسله والو ډلو ته د استخباراتي مرستې لپاره ترې استفاده کوله په لاذقیه سیمې کښې وغورځوه
په سوريې کښې جنګ سعودي عربستان، قطر، ترکیې ، اردن ، امریکا،انګلستان، فرانسې ، انګلستان او اسرایلو رامینځته کړی دی او دغه هیوادونه په لبنان ، عراق ، یمن ، مصر ، لیبیا،پاکستان ، افغانستان او نورو ډیرو هیوادونو کښې له ترهګرو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې کوي
Add new comment