شمالي کوریا پرون دوه نوي توغندي وزمویل

شمالي کوریا په تیروڅو اونیو کښې په لسګونو توغندي ازمویلي دي .
سیاسي شناندي دشمالي کوریا لخوا ددغو توغندیو ازمویل  او ویشتل له امریکا سره دجنوبي کوریا په ګډې مانورې د اعتراض په توګه یو اقدام ګڼي .
له دې مخکې په ملګروملتونو کښې دشمالي کوریا سفیر ري تونګ لي ویلي وو شمالي کویا داټومي تدبیرونو دغوره کولو لپاره چې دځان ددفاع دقدرت  ښودنه کوي  چمتو ده .
شمالي کوریا باوري ده چې امریکا کوشش کوي په دغه هیواد کښې دبشري حقوقو د خلاف ورزۍ په ادعا سره دملګروملتونو دبشري حقوقو په شورا کښې شمالي کوریا وغندي .

Add new comment