په سوریې کښې پوځي لاسوهنه د منلو وړ نه ده
دلبنان ولسمشر میشل سلیمان په ممکن چټک وخت کښې دسوریې دکړکیچ دسیاسي حل پرضرورت ټینګار سره په سوریې کښې هرډول خارجي پوځي لاسوهنه دنه منلو وړ وبلله .
ایرنا خبري اژانس و ايي د لبنان ولسمشر میشل سلیمان چې په کویت کښې يې د عربو هیوادونو د مشرانو په پینځویشتمې(۲۵) کلنې غونډې کښې وینا کوله ټینګار وکړ لبنان دسوريې دخلکو د غوښتنې پراساس د خبرواترو له لارې د سوريې دکړکیچ د سمدستي سیاسي حل غوښتونکی دی .
دسیمې او دنیا ځینې هیوادونه په تیره بیا سعودي عربستان، قطر، ترکیه او صهیونیسټ رژیم دهغو ترهګرو او تکفیریانو چې د سوريې له حکومت سره جنګیږي نیغ په نیغه پوځي او مالي ملاتړونه کوي .
دلبنان ولسمشر وویل سوریه باید له هرډول پوځي لاسوهنې، ترهګرۍ ، سر زورۍ، ویشل کیدا او ګډوډۍ لیرې شي .
Add new comment