دعراق پوځیانو د داعش ډلې پینځویشت (۲۵)ترهګر وژلي دي

دعراق دپوځیانو او د داعش ترهګرې ډلې ترمینځ له سختو جنګونو وروسته پینځویشت (۲۵) ترهګر ووژل شول .
دعراق السومریه خبري سایټ راپور ورکړ  دعراق د دیاله ولایت دشورا مشر مثنی التمیمي پرون وویل دداعش ترهګرې ډلې پینځویشت (۲۵)ټروریسټان د عراق دامنیتي ځواکونو په لاس ووژل شول او دعراق دعسکرو لخوا له ترهګرو ډلو سره دمقابلې هڅه دوام لري  .
هغه وویل په داسې حال کښې چې اکثره کډوال غواړي بیرته دیاله ولایت ته ستانه شي خو ترهګر دهغوې دبیرته ستنیدا مخه نیسي او ډیرو خلکو ته ګواښونه هم کوي .
داپه داسې حال کښې دي چې دبغداد په شمال کښې په النباعي سیمه  کښې په وسله والو جنګونو کښې دعراق دوه ویشت (۲۲)عسکر ووژل شول .
دعراق په فلوجه کښې هم د پوځیانو او ترهګرو ډلو ترمینځ په جنګونو کښې د دواړو لورو یولس (۱۱)کسان وژل شوي دي .
په عراق کښې اکثره ترهګر دسعودي عربستان، اردن، تیونس، لیبیا، قطر، ترکیې  او نورو عربو هیوادونو ښاریز دي چې تل بې ګناه خلک په بم چاودنو او حملو کښې وژني .

Add new comment