دپاکستان د حکومتي کمیټۍ او طالبانو دشورا غونډه وځنډیده
د پاکستان دحکومتي کمیټۍ او دطالبانو دشورا لومړنۍ نیغ په نیغه غونډه چې ټاکل شوي وه نن په شمالي وزیرستان کښې وشي د خرابې هوا له کبله وځنډول شوه .
خبري سرچینو وویل د پاکستان دحکومتي کمیټۍ او دطالبانو د ارتباطي کمیټس غړي ټاکل شوي وو چې نن په یوه هیلي کوپټر کښې شمالي وزیرستان ته لاړ شي چې دطالبانو له شورا سره دخبرواترو لومړنی رسمي پړاو پیل کړي خو د خرابې هوا له کبله د خبرو اترو دغه پړاو وځنډول شو .
دپاکستان دطالبانو دکمیټۍ غړي پروفیسر ابراهیم وویل زه تیار یم چې په ګاډي کښې شمالي وزیرستان ته لاړ شم خو دنورو غړیو لپاره دغه کار مناسب نه دی .
هغه وویل کله چې دالوت لپاره موسم ښه شي نو کمیټیانې به دطالبانو له شورا سره خبرې پیل کړي .
پروفیسر ابراهیم وویل د خبرواترو ایجنډه به هغه وخت نهايي شي کله چې دحکومت کمیټۍ او دطالبانو ارتباطي کمیټۍ دطالبانو له شورا سره کتنه وکړي او زیاته يې کړه دابه مناسبه نه وي چې په دې پړاو کښې کوم شی په رسنیو کښې مطرح کړو .
Add new comment