دعراق ترهګرو ډلو ماتي خوړلي ده
دعراق لومړي وزیر نوري مالکي له ترهګرو ډلوسره دیوځاې کیدا لپاره دعراق ځوانانو ته د دوکې ورکولو په زمینه کښې دترهګرو دناکامۍ خبر ورکړ .
العراقیه رسمي ټیلي ويژن د لومړي وزیر نوري مالکي په قول وویل له داعش ترهګرې ډلې سره په مقابلې کښې د عراق دپوځ له بریالیتوبونو وروسته دغه ډله دعراق په لویدیځ کښې د الانبار ولایت په فلوجه ښار کښې ځوانانو ته له دوکې د ډکو ژمنو په ورکولو سره له ترهګرو ډلو سره دهغوې د یوځاې کیدا کوشش کوي .
ددغه راپور پراساس د داعش ترهګرې ډلې مشرانو د عراق دفلوجه ښارځوانانو ته ژمنه ورکړي ده چې له دغه ډلې سره دیوځاې کیدا په بڼه کښې دغه ډله دوې ته پینځلس سوه (۱۵۰۰) ډالره چې دسعودي عربستان او قطر لخوا تامینیږي ورکوي .
دعراق پوځیانو دالانبار ولایت په رمادي ښار کښې دپوځي عملیاتو دختمیدا خبر ورکړی او دښار حالات عادي شوي او په سلګونو کارکونکي خپلو دفترونو ته تلي او په لسګونو کورنۍ هم خپلو کورونو ته ستنې شوي دي
Add new comment