دطالبانوډلې په وړاندې دپاکستان دحکومت کمزوری دریځ
په پاکستان کې دامنیت دتامینولو لپاره دطالبانوډلې دشرطونو منل به ددغې غیر قانونی ډلې په وړاندې دتسلیمیدا په معنا وي
زمونږخبریال دخبرو سرچینو له قوله راپورراکړ له پاکستانه رارسیدلی خبرونه ددې ښودنه کوي چې هغه کتنه چې ټاکل شوې وه نن په شمالی وزیرستان قبایلی سیمې کې دپاکستان د حکومتی او طالب ګمارل شوي ګمیټیویوځاي دطالبانوډلې له سیاسی شورا سره وکړي دځينو لاملونو په دلیل لغوه شوې ده البته دا هم ویل شوي چې دغه سفر اوکتنه دهوا دخرابیدا له امله لغوه شوې او سبا ته ځنډول شوې ده .
راپور دا هم ښئ چې دطالبانوډلې دکمیټې یوه غړي پروفیسر ابراهیم ویلی دي چې دوي دسړک له لارې هم شمالی وزیرستان تلو ته تیار دي چې البته دغه دسړک لارې سفر دټولو لپاره ښه نه دی .
هغه همداراز ویلی دي چې دخبرواترو ایجنډابه دطالبانو ډلې له شورا سره دکتنې پرمهال وټاکي .پردې اساس راپورونه ښئ له طالبانو سره دپاکستان دحکومتي کمیټې مخامخ لومړنۍ خبرې اترې فی الحال ځنډيدلي دي . ټاکل شوې وه چې له طالبانوډلې سره دخبرواترو دحکومتی کمیټې مشری هم ددغه هیواد دکورنیو چارو وزیر چودری نثار وکړي
باید وویل شي چې پروفیسر ابراهیم دا هم ویلی وو چې په دغې کتنې کې به دغیر پوځي بندیانو دخوشی کیدا په اړه ځيني فیصلې هم وشي .
دا په داسې حال کې دي چې ،دپآکستان حکومتی مسئولانو دطالبانوډلې هغه ادعاګانې چې وائي دغوي غیر پوځي بوډاګان ،میرمنې او ماشومان ئي په زندانونوکې بندیان کړی دي ، ردکړي او روښانه ئې کړې ده چې حکومت یوازې وسله وال جګړه مار طالبان نیولي دي
ډيری شناندی اوکارپوهان وائي دا سمه ده یوشمیر هغه کسان او ډلې اوګوندونه چې چې له طالبانو ئې ملاتړ کړی او بلکې په بله وینا دطالبانوډلې رامینځةکونکي بلل کیږي په پټه او ښکاره دطالبانو له خبرواترو څخه ملاتړ کوي ، همدغه کسان او لوري دي چې له طالبانوسره ئې دخبرو اترو ټغر غوړولی دی او د نواز شریف حکومت هڅوي بلکې مجبوروي ئې چې له طالبانو سره خبرواترو ته غاړه کیږدي ، خو بل پلوه زیات شمیر پاکستانیان او ولسی او مذهبی ډلې له طالبانو سره دحکومت دخبرواترو مخالفت کوي چې په هغو کې دپاکستان دا هل سنت داتحاد شورا مشر صاحبزاده حامد رضا هغو بیګانیو څرګندونو ته هم اشاره کیدلی شي چې ددغه هیواد په یوه خصوصي ټيلیوژني چینل کې ئې په یوه ژوندي پروګرام کې کړي دي . هغه دغه راز دیوه هغه مذهبی مشر هغه څرګندونې هم په سخته رټلی چې ویلی ئې دي طالبان ئې وروڼه بللي دي . هغه ویلی هغه جنایتکار او وسله وال ورانکار چې دبې ګناه خلکو سرونه غوڅوي او په ماشومانو او میرمنو هم رحم نه کوي او داسلامی هیواد پاکستان په خلاف ئې دبغاوت بیرغ پورته کړی ،هیڅکله هم دچا وروڼه نشي کیدلی که هغو کسانوته چې بې ګناه عام خلک وژني او داساسی قانون پرمادو ملنډې وهي ،ورور خطاب ورکول کیږي ، نو بیا به هیڅکله هم دسزا اوجزا تصور پیدا نشي او عدالت به له مینځه لاړشي او ځیني خلک به په ډاګه دجنایتکارو او مجرمانو اهمیّت ته نوره هم قایل شي .
دپاکستان دسنی اتحاد شورا دمشر په وینا هرمسلمان ورور او ملګری هغه څوک کیدلی شي چې د ژبې او لاس له شره ئې بل مسلمان خوندي وي او هغه جنایتکار چې عام خلک وژني او پر چا رحم نه کوي هیڅکله ورور او مسلمان نشي کیدلی ،اسلام دمونږ لپاره حدود ټاکلی دي باید دهغو حدودو او اصولو په اساس خپله لاره وټاکو .
دپاکستان داهل تشیع یو ه لوړپوړي دینی عالم علامه بشیر حسین میثمي هم له طالبانوسره دخبرواترو دبهیر سره په مخالفت ښودلو سره ویلی دي چې دغه ډول طالبانوډلې سره خواخوږي او هغوي ته دورور خطاب کول دکابو شپیته زره شهیدانو کورنیو پرټپونو دمالګې اچول دي .
همداراز دپاکستان یوه شناندي اوخبریال زاهدحسین هم له طالبانوسره دخبرواترو په باب ویلی دي دامنیت دتامینولو لپآره دطالبانودټولو شرطونو منل به دطالبانوډلې په وړاندې دحکومت دتسلمیدا په معنا وي ، هغه زیاته کړې هیڅوک له امنیت سره مخالف نه دي خو دطالبانو له خوا ځينو شرائطو سره موافقه کول چې هیڅکله هم اووربند ته پابند نه دي او خپلو ترهه ګرو اقداماتو اوفعالیتونو ته په اوڅاره ډول دوام ورکوي او دپاکستان ا ساسی قانون نه مني او پر حکومتي کسانو ملنډې وهي بیا څرنګه شرطونه منل کیدلی شي اوهغه هم داسې شرطونه چې دپاکستان اساسی قانون هم ورته اجازه نه ورکوي
Add new comment