ناپيّلی غورځنګ داسلامی انقلاب دمعظم لارښود له نظره
ناپیلی غورځنګ په ۱۹۶۱کال کې او له دوهم نړیوال جنګه وروسته رامنیځةشو . ددغه غورځنګ دموسیسانو اصلی موخې ،په نړیوال نظام کې له بې عدالتۍ سره مبارزه او دسلطه ګرو قدرتونو دسلطې نفی کول دی .
دناپیلی غورځنګ له تاسیسه دنیمې پيړۍ له تیریدا وروسته تهران په همداوروستیو ورځو کې ددغه غورځنګ دیوسل شلو هیوادونو دمشرانو او نورولوړپوړوچارواکوکوربه ؤ. دغه لوړپوړي چارواکي په دې موخې سره راغونډشول څو ددغه غورځنګ موخو اولوړوآئيډیاؤ ته په پابندۍ سره نوي سټراټيجۍ رامینځةکړي . ددغې غونډې خورا مهم او اغیزشیندونکي برخه په پرانیستونکو دستورو کې دایران داسلامی انقلاب دمعظم لارښود ویناوه چې دزیاتره ګډون والوله خوا او دنړۍ په سویه ئې تود هرکلی وشو
حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای په دغه پرتمینې غونډې کې دنړیولې ټولنې دستونزو په حل کولو کې دناپیلی غورځنګ رول ډیر مهم وبالهّ . داسلامی انقلاب سترلارښود ددغه غورځنګ آئيډیاؤته په پآم سره وفرمائیل :،دناپیلی غورځنګ اصلي آئيډیاوې دشپږولسیزوله تیریداسره سره هماغه راز ژوندۍ دي اوپخپل ځاي پاتې دي ،یعني د استعمار په ضدر دمبارزې ،دسیاسی،اقتصادي اوکلتوری خپلواکۍ،د قدرت له قطبونوسره دنه اړوندوالی،اود غړو هیوادونو ترمینیځ د پيوستون اوملګرتیادلوړتیاپه څیرآئيډیاوې هماغه راز ژوندۍ دي .دنړۍننني واقیعیتونه له دغو آئيډیاؤ سره ډير واټن لري ،خو له دغو واقیعیتونو څخه د تیریدااو دغو آرمانونو ته دلاس رسي لپاره ،ډله ایزه اراده اوهوډ او هراړخیزې هلې ځلې ،که څه هم ستونزمنې، البته هیله منونکې او نتیجه ورکونکي دي ؛.
د ساړه جنګ ددوران دسیاستونوپه ماتې او له دې وروسته دامریکا په وسیله په یواړخیز پالنې سره،اوس په نړیوال نظام کې یو نوی پړاؤ رامنیڅةکیدونکی دی . حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي نوی نړیوال نظام ته په بڼه ورکولو کې دناپیلی غورځنګ رول ضروری او یوه څرګنده او اوسمهاله اړتیا وبلله .
داسلامی انقلاب د معظم لارښود له نظره ، نوی نړیوال نظام باید دټولو د ګډون او دملتونو دحقوقو دبرابرۍ په اساس بڼه غوره کړي .دوي باوري دي د نړیوالو بدلونونو لرلید د یوه څو اړخیزه نظام ځیری ورکونکی دی . داسې څواړخیز نظام چې پکې دقدرت دودیز قطبونه خپل ځاي دهیوادونو او ډول ډول کلتورونواوتمدنونواوپه بیلابیلوټولنیزو،سیاسی اواقتصادي غوښتنو راولاړې ټولګې ته ورکوي . آيت ا... خامنه ای په دې باب وفرمایل :،
دقدرت دغه سوکه سوکه لاس په لاس کیدا دناپیلی غورځنګ غړو هیوادونو ته دا فرصت ورکوي څوپه نړیوال ډګر کې اغیزمن او غوره رول په غاړه واخلي او په درستې نړۍ کې دیوه عادلانه او حقیقی مدیریت زمینه برابره کړي :.
داسلامی انقلاب د معظم لارښود په نظر کې یو بل مهم ډګر چې دناپيلو غورځنګ پکې غوره رول لوبولی شي،دملګروملتود امنیت شورا دجوړښت بدلیدا ده .که دملګرو ملتو امنیت شورا ته دجوړیدا له وخته تر اوسه پورې وګورو،نوله بې عدالتۍاوانحصارغواړو اوغیر ډیموکراټيکو چلندونوپرته پکې بل څه نه وینو. دغې شورا دخپل غیر منطقی اوغلط جوړښت په دلیل تل ددیکتاتورانو او سترو قدرتونو یعني دامریکا اودهغې د ملګرو په ګټه کار کوي .
حضرت آيت ا.... العظمی سید علی خامنه ای پر دې نظر دی چې امریکا اوله هغې سره نور اړونده سلطه ګر، خپلې ټوله سرزورۍ دملګرو ملتو دامنیت شورا له لارې اودلوړواوښو مفاهموپه ظاهري چوکاټ کې پردنیا تپي .دوي پخپلې ویناکې دمثالونوپه بیانولو سره فرمائي :، هغوي دبشري حقوقوچغې وهي خوپه اصل کې دلودیځ ګټې په نظرکې نیسي ،وائی دیموکراسی غواړي ،خو په هیوادونوکې دهغه په ځاي پوځي لاسوهنې کوي ،له ترهه ګرۍ سره دمبارزې شعار ورکوي ،خو دکلو اوښارونو بې دفاع خلک پخپلو بمونو او درندو وسلو سره په نښه کوي :.
داسلامی انقلاب معظم لارښود دمستکبرانو په چلندپه سختونیوکوسره زیاتوي،دهغوي (مستکبرانو )په نظر کې بشریت دلومړۍ دوهمې اودریمې درجې په ښاریزو ویشل کیږي ،په آسیا،افریقااولاتینې امریکاکې د انسانانو ژوندډیر ارزان او په امریکا،لودیځ او اروپاکې ګران بیه کیږي .د امریکا او اروپا امنیت مهم ،او دنور بشریت امنیت بې اهمیته اوبې ارزښته ګڼل کیږي . شکنجه اوترورکه دامریکایانو،صهونیسټانو او دهغوي دتالی څټوپه لاس کیږي ،نومجاز او په بشپړ توګه پرې سترګې پټيږي .. دهغوي پټ بندونه چې دبیلابیلولویو وچو په ډيرو سیمو کې د بې دفاع ،بې وکیله او بې محکامه بندیانوسره دخوراډيروبدو،کرکیجنواوځيږوچلندونو کتونکي دي،دهغوي وجدان نه ویښوي .ښه اوبد،په بشپړډول یواړخیزاوټاکنیز معرفی کیږي .خپلې ګټې دنړیوالوقوانینواوپخپلوغیر قانونی اوحکم ورکونکو څرګندونو سره دنړیوالې ټولنې په نامه پر ملتونوتپي او په منظمو او پلان شویو انحصاري رسنئ چینلو نو له لارې خپل دروغ رښتیا، خپل باطل حق او خپل ظلم،عدلت غوښتنې بریخوي اوپه مقابل کې هرهغه حقې خبرې چې دهغوي ددوکو ایشواکونکې دي ،دروغ ګڼي اوهره حقه غوښتنه بغاوت نوموي :.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي باوري دی چې دنړۍ اوسني شرائط د ناپیلی غورځنګ لپاره یو نه تکراریدونکی فرصت دی ،ځکه چې ټول بشریت حتی امریکائی اواروپآئي ښآریز چې دامریکادقدرت او شتمنیواوپانګوال نظام دمرکزونو په ضد راپورته شوي دي ، دنړیوال نظام له دغه غلطو ،نیمګړو اوتاواني پلانونو ستړي شوي دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دناپیلی غورځنګ په سرمشریزې کې ټينګار وکړ چې دنړۍد کنټرولولو کوټه باید دڅو لودیځوالو سرزورو او سلطه غواړو هیوادونو په دیکتاتورۍ اولاسوندونو سره اداره نشي او له دغه غلط اوتیروتي جوړښته د وتلو حل لاره د نړیوال مدیریت په ډګر کې یو نړیوال دیموکراټيک ګډون دی .
یوه هغه دردونکي موضوع چې دژوند ئې څه دپاسه شپیتّه کلونه تیریږي ،داسرائيلودجعلی رژیم په وسیله دفلسطین دغصبولو دسیسه ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښودپخپلې ویناکې دفلسطین موضوع ته په اشارې سره دصهونیسټانو په لاس د فلسطین دنیواک تاریخچه او دهغې له جنایتونو ډک اړخونه بیان کړل او وې فرمایل :، دغه لوي غصب چې په پیل کې په ښارونواوکلو کې دبې دفاع خلکو په ډله ایزو وژلواو له فلسطین سره همپوله هیوادونوته له خپلوکورونودخلکوپه شړلوسره یوځاي ؤ،په څه دپاسه شپږولسیزو کې هماغه رازله همدغه ډول جنایتونو سره ئې دوام دلودلی او نن هم دوام لري .دا دبشریت یوه خورا مهمه ټولنیزه مسئله ده .
حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه ای باوري دی دسړیو،ښځو او ماشومانوشکنجه اودفلسطینیانودعزت اوکرامت سپکاوي،حتی په فلسطین او په هغوګاونډیو هیوادونوکې چې میلیونونوکسانو ته ئې پناه ورکړې ده، دهغوي پرکیمپونو حملې یوازې د صهونیسټ غاصب او ترهه ګرو سرغنو دجنایتونو یوازې یوه برخه ده .
= په فلسطین او له دغه ټاټوبی په بهر کې دصهونیسټانو خورا لوي جنایتونه په ځينو ښارونو کې ډله ایز اوڅاروي ډوله وژلې دي . دحضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای په وینا، دصبرا،شتیلا،قانااودیریاسین نامې او دهغو په شان دنورو کیمپونو اوځایونو نامې ،زمونږ په تاریخ کې د فلسطین دمظلومو خلکو په ونیو سره ثبت شوي دي :.
داسرائیلو دجعلی رژیم تاؤتریخوالي او وحشي ډوله چلندونه هماغه راز په فلسطین کې دوام لري . هغوي پرله پسې نوي نوي جنایتونه کوي او سیمه له نوي بحران اوشخړې سر ه مخامخ کوي
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له صهونیزم سره په اړونده او نورو ډیرو لودیځي رسنیو په نیوکو سره فرمائي :، صهونیسټ رژيم چې په سیمې اونړۍ کې د حکومتي ترهه ګرۍ دمنظمولو او دعربی ټاټوبو په نیولو او دغه راز د خلکو په وژلو اوبوږنونکو جنګونو په رامنیځةکولوسره په لسګونو کلونه کیږي ترور،جنګ او شرارت ئې رامینځةکړی دی ،دفلسطین ملت چې دخپلو حقوقو دترلاسه کولو لپاره راپورته شوی دی او مبارزه کوي، ترهه ګر ګڼي اوله صهونیزم سره اړونده اوډیر لودیځي اونور تالی څټي رسنئي چینلونه هم د رسنئي اواخلاقي ژمنو په ترپښولاندې کولو سره دغه لوي دروغ تکراروي . دبشري حقوقو مدعي سیاسی سرغنې هم پر دغو ټولو جنایتونو سترګې پټوی او په بې شرمۍ او بې پروائۍ سره له دغه غمیزه رامینځةکونکي رژیمه ملاتړکوي او دهغو ددفاع کونکي وکیل په رول کې ظاهریږي ؛.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې ټکي ټينګارکړی چې فلسطین د فلسطینیانو دی اودهغه نیواک یو لوي نه زغمونکی ظلم او دنړیوال امنیت اوسولې لپاره ستره خطره ده .دوي همدارازپه دوام کې د فلسطین دموضوع دحل لپاره دلودیځ ټوله حل لارې ناکامه اوناکاره وبللې او یو ځل بیا ئې ددغې موضوع دحل لپار ه خپل پلان تکرار کړ . دوي باوري دي چې د فلسطین دموضوع حل لاره باید عادلانه او بشپړ ډیموکراټیکه وي .دوي دغه راز وفرمایل ،: ټول هغه فلسطینیان چې په دغه ټاټوبی کې اوسیږی اویانوروهیوادونو ته کډوال شوي دي او خپل فلسطینی هویت ئې ساتلی دی،هغه که مسلمان دي اوکه یهودي اومسیحي،په دقیقی او ډاډمنې څارنې سره په یوې عمومي ټول پوښتنې کې ګډون وکړي او ددغه هیواد دسیاسی نظام جوړښت وټاکي او ټول فلسطینیان چې تر کلونو کلونو پورې ئې دکډوالۍ کړاؤنه زغملی دي ،خپل هیواد ته ستانهّ شي او په دغې ټول پوښتنې اوورپسې په انتخاباتو اوداساسی قانون په برابرولو کې ګډون وکړي ،نو هاله به سوله ټينګه شي .؛
داسلامی انقلاب معظم لارښودپه دوام کې امریکائی سیاستوالو ته څوخیر غواړي نصیحتونه وکړل اووې فرمایل :، صهونیسټ رژیم تر اووسه پورې دتاسو لپاره ډير سرخوږي درلودلي دی،دسیمې په ملتونوکې ئې دتاسو څیره کرکیجنه اوتاسو ئې دهغوي په نظر کې دغاصبو صهونیسټانو په جنایتونوکې شریک معرفی کړي یاست،ډیرې هغه معنوي اومادي لګښتونه چې ددغې لارې په ډیرو پرله پسې کلونو کې ئې د امریکا په حکومت او ملت تپلی دي،ډیرزیات دي اواحتمالاپه راتلونکی کې که همدغه بهیر دوام ولري ،نو دتاسولګښتونه به نور هم زیات اودرانهّ شي ،راشئ دټول پوښتنې په باب د ایران داسلامی جمهوریت په وړاندیز فکر وکړئ اوپه میړنئ فیصلې سره ځانونه له اوسنۍ نه پرانیستل کیدونکي غوټې وژغورئ، بې شکه دسیمې خلکو او دنړۍ ټول آزادفکره کسان به ددغه اقدام هرکلی وکړي :.
دوستانو ددغه مطلب لپاره وخت هم همدومره ؤ نو که بیاچیرې وخت ؤ نو ددغه ډول موضوګانو په باب به بیا درسره وغږیږونو ترهغه وخته مو په نیاومن خداي سپارو ،ا.... مو مل او ملګری
Add new comment