لومړنۍطبی مرستې لومړئ برخه

لومړنۍ مرستې هغه مرستې دي چې د پيښو د رامنځته کيدو په وخت کې د مسلکي يا غيرمسلکي کسانو لخوا له اړ كس سره تر سره کيږي تر څو د ناروغ درد ،اندېښنه اود مرګ  ګواښ کم شي .
د پېښې په ځاى كې   ټول حاضر كسان بايدژرترژره د ستونزو د پر مختګ د مخنيوي، د وينې بهيدلو بندول ، له ميکروبونو څخه مخنيوى، دتنفسي لارې خلاصول او درد د کموالي لپاره لمړنۍ مرستې ترسره کړي تر څو ناروغ روغتيايي مرکز ته ورسيږي .
جګړې ،ټکرونه  ،زلزلې ،اور لګيدنې او نور افتونه ډيرى  هغه لاملونه دي چې  ټپونه رامنځ ته كوي چې په سيمه كې شته خلك بايدد پېښو د قربانيانو سره تر خپله وسه هڅه وكړي تر څو د سپكو او سرسري پېښو يې درملنه وشي او  درندې او سختې ګوډې ماتې يې تر روغتيايي مركز پورې تر رسيدو چانس پيدا كړي .
زمونږخوږ پيغمبر ص  فرمايلي  دي  چې  : خير الناس من ينفع الناس   ( بهترين د خلكو هغه څوك دى چې خلكو ته يې ګټه ورسيږي).
له داسې پيښو سره د مخامخ په کيدو په وخت يوڅو اړينې خبرې:
۱-د شونتيا تركچې د ډاکټر تر خبرولو يا روغتيايي مرکز ته د ناروغ د ليږدولو تر و خته پورې د ناروغ باور د ځان په لور راواړوئ او د ناروغ د خپلوانو په خبرولو سره د هغه روحيه پياوړې کړئ .
۲-د ناروغ له بيځايه ښورولو او حرکت ورکولو څخه ډډه وکړئ تر څو د ټپونو له پرمختګ څخه مخنيوى وشي.
۳-د ژوند نښې لکه نبض، تنفس، د مخ رنګ، د بدن تودوخه، د ادرار فعل او د  ناروغ حالت او وضعيت ته په پاملرنې سره معلومه کړئ چې ناروغ څه ډول مرستې ته اړتيا لري .
۴-له ناروغ سره خبرې وکړئ او وګورئ چې په هوښ دى او که نه او بايد هڅه وشي چې مخکې له بيهوښه کيدو څخه د هغه نوم ،پته .دخپلوانو د  ټيلفون شميره، او نور معلومات ورڅخه واخيستل شي .
۵-هيڅکله ناروغ ته مايعات يا خواړه مه ورکوۍ. د بيهوښه کيدو په صورت کې مصنوعي غاښونه، سګرټ او نور شيان د ناروغ له خولې څخه وباسۍ.
۶-که ناروغ کانګې کوي، که غاړه يې ماته شوې نه وي، د هغه سر يوې خواته کوږ کړۍ.
د نبض د کتلو ډير ښه ځاي د لاس د بند بهرنۍ  برخه ده چه د يوه روغ کس نبض په معموله توګه په يوه دقيقه کې  ۷۰ – ۸۰  ځله دۍ.
په يوه بالغ او روغ کس کې د تنفس شمير په دقيقه کې ۱۵ – ۱۶  ځله دى خو په ماشومانو کې بيا لدې زيات  يعنې تر ۴۰ پورې رسيږي اود  ښځو  هم د نارينه وو په پرتله تنفس چټك وي .
د ناروغ د ادرار فعل د بډوډو په روغوالي دلالت کوي او له دې امله بډوډي د بدن د زهرجنو موادو ډيره برخ اطراح کوي، له دې امله کله بډوډي له کاره ولويږي، د ناروغ لپاره ډير خطرناک دي. د ادرار طبيعي اندازه په ساعت کې ۵۰ – ۶۰  سي سي ده.
طبي مرستې په څو کتګوریو ویشو .
لومړئ هغه طبي مرستې چې د پيښې په ځای کې له ناروغ سره تر سره کیږي
دوهم په کلینیک یا لومړنۍ طبي مرکز کې او دریم هم په روغتون کې .
موږ ته تر ټولو مهم د پيښې په ساحه کې طبي مرستې دي .او غواړو لږ څه رنا پرې واچوو .

Add new comment